د پاكستان پوځ افغان پولې ته څېرمه د القاعدې او طالبانو يو مركز ونيوى، پر دغه مركز د جګړې پر مهال ۷۵ ځايي او بهرني وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ يو جنرال طارق خان رسنيو ته ويلي، د پاكستان د ازادۍ (۱۹۴۷) وروسته د لومړي ځل لپاره دامادولا سيمې ته پاكستاني پوځيان تر عملياتو وروسته را رسېدلي او دلته يې د پاكستان بېرغ جګ كړى دى.
د باجوړ دغه سيمه، په ۲۰۰۶ كې هم امريكايي پوځيانو بمبار كړې كوم وخت چې د القاعدې مرستيال ايمن الظواهري له دې ځايه څخه وتښتېدى.
نوموړي جنرال دا هم ويلي چې په دې عملياتو كې يو شمېر مصريان، ازبكان، چيچنيايان او افغانان هم وژل شوي دي.
پاكستان نن سبا د امريكې تر درانه پيشار لاندې دى تر څو د القاعدې د هغه غړو او طالبانو ډلې له منځه يوسي چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو، افغان دولت او په دې هېواد كې د بيا رغونې د پروژو پر خلاف جنګيږي.