کور / شعر / مورته

مورته

خدایه!
ماذره ذره کړې
ماکړې خاورې ماایره کړې
دقدم یی
چه قدم یی ښکلومه
چه په لاره کښې یی خدایه!
هره تیږه پټومه
خدایه!
خوښ یی خفه زړه کړې
هغه ښکلی هامعصوم زړه
چه په هرڅاڅکي دوینه
کی یی زماسره وه مینه
زمادمورزړه یادومه
چه به ماته یی په شپوشپو
ویل للوللوپه ویده شه!
چه ترڅوبه ویده شومه
دی زیات حق یی په ماباندې
دابه څنګه ورکومه
دمورحق مې
دپلارحق مې
خدایه!
ته یی کړې آسانه
داډیرسخت دی
خدایه ماورته رانجه کړې
چه یی سترګې تورې کړمه
څوخوشحاله یی شي زړونه
ترینه ولاړشي ټول غمونه