کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د طالب مشر مړى وموندل سو

پښتونخوا: د طالب مشر مړى وموندل سو

د سوات طالبانو د يوه مهم قومندان محمدعالم بنوري مړى د هغه له پنځو ملګرو سره د امنيتي کسانو له خوا کشف سوئ دئ.
عالم بنوري د مولانا فضل الله د ډلي مشهور غړى او د هغه د ايف ايم راډيو مسئول و چي پر سر يې لس ميليونه کلداري انعام ټاکل سوئ وو.
پوليسو دا نه دي ويلي چي محمدعالم بنوري او د هغه ملګري د چا له خوا په څه ډول وژل سوي دي.