د امريکا خارجه وزيره هيلري کلنټن وايي پاکستاني سرمايه داران بايد د حکومت له خوا تر ټاکل سوي اندازې زياته ماليه ورکړي چي هيواد يې پر پښو ودرېږي.
ميرمن کلنټن د مشرانو جرګې خارجه کمېټې ته په وينا کي وويل پاکستاني سرمايه داران خپل ټکسونه په ايمانداري سره نه تحويلوي ځکه خو يې د هيواد اقتصادي ورځ په ورځ خرابېږي. هغې پر سرمايه دارو پاکستانيانو ږغ وکئ چي د ښوونځيو، روغتونونو او نورو عامه خدماتو د ترسره کولو دپاره حکومت ته ټکسونه ورکړي، ځکه چي پاکستان اوس د نړۍ وال بانک او نورو هيوادونو په ميليونونو ډالره پوروړى دئ.