کور / شعر / مارجه

مارجه

کلی ټول تپه تياره دی
نه سپوږمۍ شته او نه ستوري
نه سپي غاپي نه اواز شته د بګوو
د لوی کلي مخ قبلې ته
په وړه دودو وهلې
او زړه يوه کوټه کې
درې بچي ليکه پراته په خوب ويده دي
دوه حيران مور او پلار ناست
کړي د زړه خواله
مور لګيا ده پلار ته وايي
(( که زما مني پښې سپکې کړه ايران ته
لکه نور ډېر کليوال مو
دا څه حال دی نه خوراک شته نه پوښاک شته
نه مو کلي کې څه واک شته
ماشومان ټول لوڅ لغړ دي
په رنځونو ټول ککړ دي
که ايران کې دې کار جوړ شو
نس دې موړ شو
نوکري دې شوه خواري شوه
او پيدا درته کوم ځای کې مزدوري شوه
نو بيا راشه موږ هم بوځه
مارجه دغه د غم کلی به پرېږدو
هسې هم صليبيان وايي
چې که نن وي که سبا وي
پدې کلي به راخيږي ))

خاوند نه يې مني زړه کې يې مرموزه شان څه ډار دی
لږ زړه ښه کا
بېرته بيا يې په ويدو بچوړو پام شي
خو ميرمنه هم منت کړي
هم ژړا هم واويلا کړي
که دی نه ځي نو ښکاريږي
ټوله خونه به تالا کړي
نو په پای کې خاوند اړ شي
وايي (( ښه ده))

٭٭٭

نن له سره د ماښامه
د تمام کلي سپي غاپي
ته وا ټول لېوني شوي
چې تياره لږه رازياته
لا پوره ماخوستن نه دی
څو درنې او بوږنونکې ډزې وشي
پورې خوړ کې د بګوو اوازونه
په زړه دودو وهلې
او وړه توره کوټه کې
درې بې پلاره ماشومان د موره تاو دي
وايي نه، خو ډېر بې درېغه وېريدلي
مور يې بېل بېل ته خپل لاس په سر راکاږي
او لګيا ده ورکوي ورته ډاډونه
(( خدای به خير کړي
هيڅ هم نشته
چې سبا له خيره پاڅئ
بيا د چای سره به ګوړه درته درکړم
ها ابا دې چې راوړې
لږه پټه ما ساتلې
بيا کيسې ورته د پلار د بيا راتګ کړي
د ښايسته ښکلو جامو او
رنګارنګه خوراکونو ))

دې کې يو په بل پسې ماشومان خوب غېږه کې واخلي
مورې لږه شېبه نوره هم چرتونو کې وي ډوبه
بيا راپاڅي
اودس ــ لمونځ د ماخوستن په بېړه وکا
دواوې وکا، زارۍ وکا او سر کېږدي
شېبه نه وي تېره شوې چې ټول کلی
يو غرار او يو توپان په مخه واخلي
لکه پورې دا غر ګوره
دومره لويه الوتکه
د زوړ کلي په تندي باندې ولاړه او غړمبيږي
په ټول کلي يو توپان دی
ته به وايې چې بامونه په هوا شول
په زړه دودو وهلې
او وړه توره کوټه کې
جوړ محشر دی
ماشومانو مورکۍ ټينګه ده نيولې
په ژړا دي په چغا په واويلا دي
يو جونګی لکه د اوښ صليبي راشي
په کاږه بدرنګ اوږد بوټ
چې لکه آس پرې مېخ نالونه
زوړ ، ووړ ور ته ګوزار ورکړي
له ګوزاره سره سم د ماشيندار ججوری تش کا
شور خاموش شي
غږ خاموشه
واويلا ژړا خاموشه
پاس په بام يوه غلام افغان افسر ته
په پردۍ ژبه څه وايي
هغه خپل بېسيم کې غږ کړي
(( دوښمن مات شو ))
د زړې دودو وهلې
او وړې تورې کوټې له لخکي نه
توره وينه رابهيږي
د جومات په حويلۍ کې
صليبان افغانان ګډوډ سره ناڅي
د تفتان يو سماوات کې
يوه پلار ته خوب ورځي نه
کله کېني کله پاڅي
کله کېني کله پاڅي
کله کېني کله پاڅي .