کور / شعر / قلم

قلم

دګلڅانګوچې څوک رنګ او بوي تخريب کړي
مقتديا ن به څه اميد له دې خطيب کړي
محبت چې په تکفير ګنا ه تعبير ښي
زا هد ا ن د احتساب قانون تصويب کړي
دړندو کڼو بازار باندې که را غلي
ستا ليد لې ښکلا ګانې به تکذيب کړي
که دباز په چګس خواره کاغه کيني
مچۍ نيسي په اوم تار ځان عندليب کړي
چې پوهان بدناموي ورپورې خا ند ي
خداي وهلو له به څه دوا طبيب کړي
ښوونځي اوجوما تو نه يې اور اخلي
هسي قوم باندي به خود خندا رقيب کړي
خدمتګاره په ټوپک باندې ونه شوه
بس قلم به دې برئ در په نصيب کړي