ددولسمي شپه وه
زه په دوو زړو کي ومه
چي دا د خوښۍ لحظې دي ؟
که د ماتم وختونه ؟
ځکه د لوی الله ها ګران پيغمبر(ص)
هم په دې ورځ پيدا دﺉ
هم يې جامې کت کړي
خو ناببره چا احوال راکړلی
چي د مظلمو شهيدانو ښارکي
د بې آوازو ژړېدلو ښار کي
زما په ښايسته زما د ګلونو ښار کي
زما کندهار کي
دبې غيرتو ، نامردانو ادم خورو ټولۍ
دبې ګناه او مهربانه بابي
په پاکو وينو
خپلي ناپاکي پنجې
او وږي خولې مړې کړې
زما له سترګو سېلابونه توی سول
په رېږدېدلو شونډو
او لوند ګرېوان مي و اسمان ته کتل
خو د الهام په ژبه
نېخه چي چا
زړه کي راتېره کړله
چي دا د ماتم وختي دي
هو د ماتم وختي دي
۲۵/فبروري /۲۰۱۰
مسيسساګا- کاناډا