عابده ترور\امه چي په « بیدوامه » مشهوره وه ،دهلمندولایت دنادعلي ولسوالۍ دمارجې د لوي چهارراهي اوسیدونکې وه .عابده دشوروي لښکروپرضدیوه نومیالۍ زړه وره اوځیرکه قوماندانه وه چي، تل به یې دخپلوبچیانواوقریبانودمشرپه توګه پرروسانواودهغوی پرګوډاګیانوداسي هېښونکي حملې کولې چي، په مقابل کي به یې داسلام اوهیواددښمنانوبېله مرګ ، تیښتي اوپښېمانتیاڅخه بله چاره نه درلوده .دځوانوزامنومورعابده دروسانودوتلوڅخه وروسته په کورنیواوټولنیزوخدمتونوبوخته سوه په ځانګړې توګه په افغاني اسلامي دودیزه ټولنه کي یې دنورو ښځوسره دکورني ژوند،ناروغیو اونوروستونزوپه حلولوکي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کولې هغوی به هم دخپلوستونزودرفعه کولوپه خاطر«بیدوامه» ته مراجعه کوله اولازمي لارښووني اومشورې به یې ځني اخیستلې ؛ آن کله ناکله به نارینه وولاهم دخپلومشکلاتوغوټه تردې پوري راوړله اودې به په ډیرمهارت اوتدبیرسره ورخلاصوله اوپه راتلونکي کي به یې دمشکلاتوسره دمبارزې اودیوډاډمن ژوندپه موخه خپلي مشورې اوتجربې ورسره شریکولې .په ټوله کي عابدې ترور(بیدوامه )پرټولي سیمي دیوې زړسواندي مورپه توګه دخواخوږۍ اومهربانۍ پلو(څادر)خپورکړی ؤ.
کله چي په ۲۰۰۱زکال کي دامریکاپه مشرتوب یرغلګرځواکونه افغانستان ته راغلل اوددغه لرغوني ویاړلي هیوادمځکه اوفضایې اشغال کړه لکه چي لوستونکي پوهیږي دهیوادپه ګوټ –ګوټ کي یې پرضدمخالفتونه راوټوکیدل اوبیایې ورو- ورو دیوپیاوړي ملي پاڅون بڼه غوره کړه آن تردې چي دپلارمېني کابل چي دیرغلګرواوټوپکسالانوترخوراقوي امنیتي پوښښ لاندي دی په زړه کي په سپینه ورځ وسلوالي اوفدایې حملې ترسره کوي اودعملیاتوڅخه وروسته بیرته خپلومرکزونوته په خوندي توګه ستنیږي .په ځانګړې توګه هلمندیوله هغوولایتونوڅخه شمېرل کیږي چي دنوروولایتونوپه پرتله پریرغلګروډیري حملې ترسره کیږي اوبرعکس په تېرواتوکلونوکي داشغالګروله خواهم په همدې ولایت کي ډیرعملیات ترسره سوي دي اولاهم متأسفانه روان دي چي، په نتیجه کي یې په زرهاووملکي هیوادوال شهیدان اوټپیان سوي دي اوپه لسهاووزره یې دخپلوکورونوپرېښوولوته اړایستل سوي دي .هلمندیوازي په تېر۲۰۰۹زکال کي دیرغلګرودڅوپرله پسې پراخواولویوعملیاتولکه : دخنجر،دپړانګ دپنجې ،دښاماردقهراو…..کوربه اوګټونکی ؤاودډیروصلیبی نابللومیلمنومغروري ککرۍ یې ورغړولې .
اوس دادی یوواربیاد۲۰۱۰زکال دفبروري په سړه میاشت کي دیرغلګرودکسات لمبې غړاندي سوي دي اودهمدې میاشتي پر۱۲مه نېټه یې دنادعلي ولسوالۍ مربوط دمارجې پرسیمه دمشترک په نوم دپنځلس زره مجهزوپوځیانوپه بدرګه یرغل راوړترڅویاده سوې سیمه دطالبانودولکې څخه وباسي اوخپل اشغالي پلانونه پکښي پلي کړي ؛ خودمارجې ولس داسي مقاومت اوشهامت وښودچي نړیوال یې دحیرت په سمندرکي لاهوکړل .هودغو ددین اووطن په مینه مست شمله وروشازلمیانودصلیبي ټلوالي دپنځلس زره کسیزلښکرمخه داسي ډب کړه چي ،دوتلولاریې ځني ورکه کړې ده اوپه ډیرسرسامه حالت کي دلته اوهلته په لارو،فصلونواودویالوپرغاړودبودګانوپه څېرپنډوي . نه پوهیږي چي پرکوم لوري ،چیري اوڅنګه دتیښتي لاره خپله کړي .
عابدې دخپل کاله پرشاوخواد نیواکګرو پوځیانوډلې – ډلي لیدلې چي دخرواووحشي ځناوروپه شان منډي ،کریږي اورمباړي وهي اوچي دکوم افغان سره مخامخ سي بې پوښتني -ګروېږني یې لومړی پرمځکه راڅملوي لاسونه اوپښې یې ورتړي اوبیاپوښتني ځني کوي چي ،طالبان چیري دي ،هله ! ژرکوه طالبان راوښیه ! کنې ځای پرځای دي ضربه (پیر)کوواویادي دزندان میلمه کووچي بیابه هیڅکله هم دکورکلي ،بچیانواوقریبانومخ ونه وینې ! . دپورته یادسوي حالت په لیدلواوپه همدې سیمه کي دنیواکګروله خواد۱۲تنوملکي هیوادوالوچي زیاتره یې ښځي اوکوچینان وودشهادت په اوریدلو دعابدې زړه له درداوخروښه پړسیده اودصبرکاسه یې شېبه په شېبه ډکیدله ،بلاخره «عابدې امه » چي عمریې دپنځوس اوشپېته کلونوترمنځ ؤ،د۲۰۱۰ز،دفبروري پر۱۶مه نېټه دملالي میوندۍ په پیروي چي ۱۸۸۰زکال کي یې په ورڅېرمه سیمه میوندکي دفرنګي یرغلګروپرضددسپه سالارغازي محمدایوب خان دلښکرماته ددې ټپې په ویلوچي : «که په سنګرکي شهیدنه سوې خدایږولالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه » په سوبه ورواړوله . یوواربیاخپل پخوانی ټوپک راواخیست اودفرنګي + امریکایې یرغلګروپریوې ډلګۍ چي دکورومخ ته یې پنډ ه وه دمرمیودډک شاجورپه ورپیرکولودرې تنه اشغالګرعسکر مړه اوپنځه یې ټپیان کړل چي، په متقابلوډزوکي یې دهمدې بې رحمه دښمن بې شمېره خوني مرمۍ پرټټرولګیدې اوداجل داعي ته یې لبیک ووایه .انالله واناالیه راجعون .روح دې ښادوي تل دي یادوي .