کور / تازه خبرونه / د شاهرخان نوى فلم د ړندو دپاره هم خپور سو

د شاهرخان نوى فلم د ړندو دپاره هم خپور سو

د هندوستان د فلمي صناعت باليووډ کمپنۍ وايي د شاهر خان نوى فلم (ماى نيم ايز خان) يې په آډيو کليپونو کي د هغو کسانو دپاره بازار ته وړاندي کړ، چي په سترګو نه ويني.
د شاهرخان نوى فلم چي نيژدې دوې اونۍ دمخه بازار ته وړاندي سو د باليووډ په وينا د نړۍ په ٢٠ هيوادونو کي يې د تر ټولو ډېر ليدل سوي هندي فلم ريکارډ ټينګ کړى دئ.
دغه فلم د سپټمبر تر يوولسمي وروسته په نړۍ کي د مسلمانانو حالت بيانوي.