د افغانستان د جمهوري رياست يوه نطاق سيامک هروي وويل د طالبانو لوړ پوړى مشر مولوي عبدالکبير د پښتونخوا ايالت په نوشهره کي نيول سوئ دئ.
مولوي عبدالکبير په ملابرادر پسې تر ټولو لوړ پوړى طالب مشر دئ چي د پاکستان حکومت يې نيسي.
که څه هم طالبان د ملابرادر او مولوي عبدالکبير نيول ردوي، خو په پاکستاني چارواکو پسې يې دا دئ افغان حکومت هم د نيولو پخلى وکړ.
افغان حکومت هيله ښودلې چي پاکستان به دغه لوړ پوړي طالب مشران دوى وسپاري، همدا راز ويل کېږي چي پرون اسلام اباد ته د کورنيو چارو د وزير حنيف اتمر د سفر يوه موخه هم د پاکستان څخه د طالب مشرانو ترلاسه کول وو.
مولوي عبدالکبر د طالبانو پر مهال د ننګرهار والي او په کابل کي د وزيرانو شورا د مرستيال په حيث دنده اجرا کوله.