د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس عبدالمجيد بابي جنازه د کندهار د مشاهيرو په هديره کي خاورو ته وسپارل سوه.
د جنازې مراسمو ته له کابل څخه د ولسمشر کرزي د سالاکار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ يو پلاوى هم راغلى و، چي د ولسمشر کرزي پيغام يې ولوست او د ارواښاد بابي مړينه يې د کلتور او فرهنګ د دښمنانو کار وباله.
د جنازې په مراسمو کي پر بېلابېلو چارواکو سربېره د دې پېښي د غندني په نيت د هيواد له ګوټ ګوټ څخه راغلي پيغامونه هم ولوستل سول.
ليکوال او شاعر عبدالمجيد بابى چي له څه باندي اتو کلونو راهيسي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه دنده اجرا کوله، پرون د نامعلومو وسله والو له خوا د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي سرپوښه بازار ته څرمه ووژل سو، چي طالبانو يې د قتل مسئوليت پر غاړه واخيست.
د مشاهيرو هديره د کندهار په پوهنتون کي واقع ده، په دې هديره کي دمخه د علامه پوهاند اکاډميسن عبدالشکور رشاد، استاد محمدانور نوميالي، محقق عبدالهادي هاند مزارونه پکښي موجود ول، چي نن د ارواښاد عبدالمجيد بابي جسد هم خاورو ته پکښي وسپارل سو.