د جنوبي کوريا پارلمان افغانستان د حکومت له خوا د وړاندي سويو ٣٥٠ پوځيانو طرحه منظور کړه، چي د بيا رغوني په چارو کي به مرسته کوي.
د جنوبي کوريا حکومت وايي دغه پوځيان د ناټو تر ماموريت لاندي افغانستان ته لېږي خو په جنګ کي نه، يوازي به د بيا رغوني په چارو کي په افغانستان کي د مېشتو بهرنيو انجينرانو سره مرسته کوي.
د جنوبي کوريا حکومت د طالبانو د فشار له امله په ٢٠٠٧ کال کي خپل ټول کسان له افغانستان څخه و ايستل.
هغه مهال طالبانو د کوريا ٢٣ اوسېدونکي يرغمل کړي وو، چي وروسته يې له افغانستان څخه د وتلو په شرط خوشي کړل.
کوريا له طالبانو سره ژمنه کړې وه چي نور به افغانستان ته خپل پوځيان نه لېږي.