کور / تازه خبرونه / امريکايي پوځيان چمن ته څرمه ځاى پر ځاى سوه

امريکايي پوځيان چمن ته څرمه ځاى پر ځاى سوه

راپورونه وايي د کندهار ولايت په بولدک ولسوالي کي د امريکايي پوځيانو يوه ټولۍ نوې ځاى پر ځاى سوه چي بلوچستان او کندهار ته د اوښتونکو خلګو تګ راتګ وڅاري.
دا په تېرو اتو کلونو کي لومړى ځل دئ چي امريکايان په بولدک ولسوالي کي د ډيورنډ کرښي ته څرمه ځاى پر ځاى کېږي.
د بولدک ولسوالي او بلوچستان د چمن ښارګوټي ترمنځ چي هره ورځ د٢٠٠٠٠ په شاوخوا کي افغانان تګ راتګ کوي، چي امريکايي عسکرو يې د کنټرول او څارني مشري له افغان حکومت څخه په لاس کي اخيستې ده.
د امريکايي عسکرو د دي اقدام په هکله تر اوسه د افغانستان حکومت څه نه دي ويلي.