د هندوستان حکومت وايي د ماويست ياغيانو مشر لال موهن ټوډو په لوېديځ بنګال کي د پوليسو سره د نښتي پر مهال وژل سوئ دئ.
د لال موهن ټوډو پر مړېنه ماويستانو په لوېديځ بنګال کي تر خپل نفوذ لاندي سيمو کي يوه هفته ماتم اعلان کړئ دئ.
د بنګال ايالتي حکومت وايي لال موهن د دوو اونيو وړاندي په هغه حمله کي لاس درلودئ چي د پوليسو پر يوه مرکز باندي يې ترسره کړه او ١٥ ډېر پوليس پکښي مړه سول.