پنتاګون اعلان وکړ چی د کندهار په سنځری کی ماین یو امریکایی پوځی ووژﺉ . خبر زیاتوی چی دا پوځی وړمه ورځ وژل سوی و مګر خبر یې اوس خپریږی . باید وویل سی چی لر او بر د سنځری د پیښی دغه خبر وړمه ورځ خپور کړی و چی طالبانو په هغه حمله کی د ۱۳ امریکایی پوځیانو د مرګ ژوبلی ادعا کړې وه چی دوو هلیکوپترونو هغوی انتقال کړي وو . دا دﺉ پنتاګون د طالبانو هغه ادعا اوس عملأ تصدیق کړه او ښایی پنتاګون د دې پیښی د متباقی مقتولینو اعلان هم وروسته وکړی . په دې سره فعلأ د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۰۶ ته ورسېدل .