کور / تازه خبرونه / طالبانو د ځانه پر جلا شوي قومندان حمله وکړه

طالبانو د ځانه پر جلا شوي قومندان حمله وکړه

تيرماښام دطالب وسلوالو دليکې رابيل شوي قومان سيد مراد په کور دکندوزدچاردرې ولسوالې دقريه قصاب په سيمه کې وسلوالوطالبانو بريدوکړ چې په پايله کې قوماندان سيد مراد ټپې شو اودوه ساتونکې ئي وسلوالو دځان سره ژوندي بوتلل .

افغان دولت ته تسليم شوي ټپي قوماندان سيدمراد چې دامهال دکندوز په سمييزروغتون کې ددرلمنې لاندي دي دپرونې بريد په اړه داډول کيسه کوي : دي وايي زه ٥ ورځې دمخه د٢٥ سړيوسره افغان دولت ته تسليم شوم تيره ورځ د دولت مخالفينوځما پرکور وسلوال بريد وکړ زما کور ېې چورکړ ساروې ئي هم په مرميو باندي وويشتل . ٦ کال دمخه دطالبانو له لاسه زه تښتيدلې ووم بيا ٦ مياشتې دمخه مې دطالبانوسره بيا اړيکې ټيګې کړلې دااړيکې مې ددي لپاره ورسره ټينګ کړل چې هغوې زما ولس ته زيان ونه رسوي اوزه له هغوې نه دفاع وکړم خولکه چې طالبانو زما خبروته غوږ نه نيوه نو د افغان دولت سره مې اړيکې ونيولې اوله هغوې رابيل شوم . سيدمراد ادعا کوي چې د٢٠٠ په شاوخواکې وسلوالومخالفينوزما په کور وسلوال بريد وکړ دي وايي چې زما سره ١٣ تنه وو همدارنګه سيدمراد وايي چې په دغه بريد کې ٤ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او٩ تنه ټپيان شويدي نوموړې ددي څرګندونو ترڅنګ داهم وويل چې وسلوالوطالبانو زما دوکسان له ځانه سره ژوندي بوتلل چې دامهال ئي په اړه مالومات نلرم چې آيا چيرته به وي ؟

همدارنګه دشمال د٣٠٣ پاميرقول اردو وياند لعل محمد احمدزې هم بريد ومانه اوزياته يي کړه چې په دغه بريد کي د٧ وسلوالو دوژل کيدو ترڅنګ ٩ يي ژوبل کړيدي سربيره پردي دکندوزوالې وياند محبوب الله سعيدي هم دسيدمراد په کور بريد تاييد کړ اوپړه يي د دولت په وسلوالو مخالفينو واچوله اوزياته يي کړه چې ٣ وسلوال طالبان پدغه بريد کې وژل شويدي .

خو بل لورته دوسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ديوناڅرګند ځاي څخه دټيلفون پرکرښه ويب پاڼې ته وويل چې دسيدمراد پرکور بريد د دوي دملګرو ترسره کړيده اوزياتوې چې په دغه بريد کې دياد قوماندان دوه کسه وژلې او دوه ئي ژوندي نيولې دي اوورسره ئي ٣ ميله کلاشنکوفه او٢ ميله پيکا هم نيوله ده هغه دخپل لورته دسراوښتې زيانونه ردکړل اوزياته يي کړه چې د دوې لورې ته کوم ډول زيان نه دي اوښتې اوهمدغه راز مجاهد زياتوې چې په ورته بريدکې يي ديادې ولسوالې دبنګې په سيمه کې يورنجرموټر په ماين الوزولې دي خو دامهال ئي داوښتې زيان په اړه مالومات نلرئ

داپه داسې حال کې ده چې تيره ورځ دکندوز په ياده ولسوالې کې افغان دولت ځواکونو دسپيشل فروس په مرسته چې هوائي ملاتړهم ورسره وو دمراد په کور دبريد وروسته دمخالفينو دبريد دتنبولو لپاره عمليات ترسره کړل .