کور / تازه خبرونه / افغانستان: تېركال ۳۴۶ ماشومان وژل شوي، زيات ناټو وژلي

افغانستان: تېركال ۳۴۶ ماشومان وژل شوي، زيات ناټو وژلي

ملګرو ملتونو ويلي تېر كال په افغانستان كې ۳۴۶ ماشومان وژل شوي چې تر نيمې زيات يې يوازې د ناټو له خوا په بمباريو كې له منځه تللي دي.
د دې ادارې د ماشومانو د څانګې يوې چارواكې راديكاكوماراسوامي افغانستان ته د يوه اووه ورځني سفر وروسته ويلي چې تېره كال ۱۳۱ ماشومان د ناټو بمباريو وژلي، ۲۲ د شپې له خوا د نړيوالو ځواكونو له خوا پر كورونو د بريدونو پر مهال وژل شوي دي.
طالبانو هم تېر كال ۱۲۸ ماشومان وژلي، چې په ۷ ماشومانو يې ځانمرګي بريدونه كړي.
دې دا هم ويلي چې په ۳۸ پېښو كې دا نه شوه مالومه چې د ماشومانو وژونكي څوك دي، همدارنګه تېر كال ۲۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
كوماراسوامي زياته كړه، چې د ناټو له لوى قومندان ميكريسټل سره يې كتلي، نوموړي ډاډ راكړى چې نور به د ماشومانو ژغورنې ته پام كوي.
دې د هلمند د مارجې عملياتو ته اشاره وكړه چې نژدې ۵۰ ولسي وګړې پكښې وژل شوي، په دوى كې ۲۷ يې د ناټو په بمباريو او ۱۲ يې په راكټونو وژل شوي دي.
ميكريسټل ويلي چې ۱۱۳۰۰۰ نړيوالو سرتېرو ته يې امر كړئ چې په بمباريو كې كمى راولي، او همدرانګه به د جګړې په تګلاره كې د ولسي وګړو ژغورنې ته پام كوي.
كوماراسوامي دا هم وويل چې په ۲۰۰۹ كال كې د طالبانو له خوا پر ښوونځيو د بريدونو تله ډېره درنه وه، چې څه د پاسه ۶۰۰ پيښې يې ثبت شوي دي.