کور / تازه خبرونه / د پاكستان او افغانستان د كورنيو چارو وزيرانو سره وكتل

د پاكستان او افغانستان د كورنيو چارو وزيرانو سره وكتل

پاكستانۍ ورځپاڼه ډان خبر وركوي چې د پاكستان او افغانستان د كورنيو چارو وزيرانو او د امريكا د ايف بي آى ادارې مشر په يوه ګډه كتنه كې سيمې ته د امنيت په راوستو كې د درېيو غاړو د ګډې مرستې په اړه خبرې وكړې.
د افغانستان د كورنيو چارو وزير حنيف اتمر او ورسره هيئت نن په اسلام اباد كې د خپل پاكستاني سيال رحمان ملك او د ايف بي آى له مشر سره ناسته درلوده.
ډان زياتوي چې د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك دواړو خواوو ته ويلي چې موږ ټول بايد د سولې په راوستو كې خپله ونډه واخلو.
ملك ډان ورځپاڼې ته ويلي چې په افغانستان كې سوله راتلل د ټولې سيمې په ګټه ده، د ملابرادر نيونه په دې لار كې يوه غټه لاسته راوړنه ده، ده زياته كړې چې د پاكستان له خوا د ملابرادر نيول د تروريزم پر وړاندې د مبارزې په لار كې د پاكستان جديتوب ښيي.