په ډير خفګيان سره خبر سوو چي پر پښتون قام مين ، د مرغۍ غوندي بې ازاره شاعر او ليکوال اود کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس محترم عبدالمجيد بابى د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسول سوى دى .د نوموړي له کورنۍ ، دوستانو او د کندهار د ټولو ادب پالو او فرهنګپالو کسانو سره په دې درانه غم کي ځانونه شريک بولو
بې له زغملو بله لاره نسته ، دا مو وطن دى او دا مو حالات دي کنه بابى خو د مرګ لايق نه وو .
ارواښاد ته د جنت فردوس غوښتنه کوو او د ارواښاد دوستانو او غم ځپلو ملګرو ته د صبر دعا کوو
په درنښت
د بُست راډيو اداره