د هندوستان د جنوبي ايالت کرناټکې په مرکز بنګلور کي نهه تنه د اور له امله مړه سول.
د بنګلور پوليس وايي دغه اور په يوه پنځه منزله تعمير کي بل سوئ و چي په نتيجه کي يې نهه تنه پکښي مړه او تر ٥٠ ډېر پکښي زخميان سول.
د پوليسو په وينا اور د آى، ټې يا انفارمېشن ټکنالوجي په يوه کمپنۍ کي ولګېدئ چي وروسته ټول تعمير ته خپور سو.
په مړو کي درې تنې ښځي شاملي دي او همدا راز د روغتون ډاکټرانو د اوو سوځل سويو کسانو د ژوند حالت د اندېښنې وړ بللى دئ.