کور / تازه خبرونه / امريکا: نجيب ځاځي خپل جرم ومانه

امريکا: نجيب ځاځي خپل جرم ومانه

په امريکا د حملو په تور نيول سوى افغان نجيب ځاځى اقرار کړى چي په نيويارک کي د ترمځکي لاندي ريل ګاډۍ د الوزولو پلان جوړ کړى وو.
پنځه ويشت کلن نجيب ځاځي د نيويارک محکمې ته ويلي، ده غوښتل په افغانستان کي د امريکايي پوځيانو د ظلمونو او نارواوو د غچ اخيستلو په موخه امريکايان د دوى په خپل هيواد کي په نښه کړي.
نجيب ځاځي ويلي په قبايلي سيمو کي يې د القاعدې شبکې څخه د بم جوړولو او ځانمرګي بريد روزنه ترلاسه کړې او غوښتل يې تر حملو وروسته ځانمرګى بريد ترسره او ځان شهيد کړي.
افغان نجيب ځاځى چي د امريکا تابعيت لري د ٢٠٠٩ کال په سپټمبر کي په نيويارک کي د تروريستي بريد په تور له خپل پلار محمدولي ځاځي سره ونيول سو، چي وروسته يې پلار په ضمانت له بنده خوشي سو.
د راپورونو له مخي نجيب ځاځي د اقرار پر مهال خپل دوه نور ملګري مدنجنين او زرين احمدزى هم له ځان سره شريک بللي دي.
د نجيب ځاځي د دې اقرار په هکله لا تر اوسه القاعده شبکې کوم غبرګون نه دئ ښودلئ.