کور / تازه خبرونه / پر ترکي صدراعظم د بوټ وار وسو

پر ترکي صدراعظم د بوټ وار وسو

د ترکيې پر صدراعظم رجب طيب اردګان باندي په هسپانيه کي د بوټ وار وسو، د اردګان پر ځاى يې پر ساتونکي ولګېدئ.
لومړى وزير رجب طيب اردګان هغه مهال له دې حملې سره مخ سو چي په هسپانيه کي د يوې جايزې د اخيستلو له مراسمو څخه خپل موټر ته ختئ.
د ترکيې رسنۍ وايي بوټ ويشتونکى د سوريې کردى و چي د حملې پر مهال يې د شرابو ښه درنه نشه کړې وه.
پر لوړ پوړو چارواکو د بوټ د حملو لړۍ د ٢٠٠٨ کال د ډسمبر د مياشتي راهيسي هغه مهال پيل سوه، چي عراقي خبريال منتظر الزيدي د امريکا پر پخواني ولسمشر ډبليو بوش د بوټونو وار وکړ.