فرانسوي سياستوالو په دغه هيواد کي پر اسلامي حجاب د پابنديو تر لګولو وروسته په رستورانونو کي د حلالو خوړو پر ضد هم کمپاين شروع کړ.
فرانسوي سياستوالو ويلي د مسلمانانو هغه هوټلونه چي يوازي حلال خواړه پخوي بايد د نامسلمانو دپاره د خنځير او نورو مردارو حيوانانو غوښي هم پخې کړي.
دوى وايي دا مذهبي تعصب دئ چي اسلامي هوټلونه يې د غير مسلمانو مشتريانو په مقابل کي کوي، خو دې ته يې پام نه دئ چي د مسلمانو مېرمنو د مخ پټي په وړاندي د دوى مخالفت خپله د څه شي نتيجه ده؟