د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس په پاکستان کي د افغان طالبانو د مشرانو وروستيو نيونو ته په غبرګون کي وويل دغه چاره د ترهګرۍ خلاف جنګ کي يو واقعي پرمختګ دئ.
رابرت ګېټس په پنټاګون کي يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل د پاکستان له خوا د طالب مشرانو نيول د اسلام آباد په نيت او عزم کي د بدلون يوه مثبته اشاره ده.
پاکستان وايي په تېرو دوو اونيو کي يې د دغه هيواد په سند، پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کي د طالبانو جګ پوړي مشران ملابرادر عبدالغني برادر، مولوي عبدالکبير، ملا عبدالسلام او ملاميرمحمد نيولي دي خو طالبان د پاکستان او امريکا دغه ادعاوي ردوي.
د راپورونو له مخي د ملامحمدعمر مرستيال ملابرادر په کراچي، د طالبانو پر مهال د ننګرهار والي او د وزيرانو شورا مرستيال مولوي عبدالکبير د پښتونخوا په نوشهره، د کندز او بغلان دپاره د طالبانو واليان ملاعبدالسلام او ملاميرمحمد په بلوچستان ايالت کي نيول سوي دي.