يوې جاپانۍ ورځپاڼي د فرانسې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړئ چي په افغانستان کي د دوو بندي خبريالانو په خلاصولو يې تر اوسه ١٠ ميليونه يورو لګولي دي.
دغه دوه خبريالان له خپلو درو افغان ملګرو سره د ٢٠٠٩ کال په وروستيو مياشتو کي د افغانستان په کاپيسا ولايت کي وتښتول سول چي وروسته يې طالبانو مسئوليت ومانه.
د فرانسې د وسله وال پوځ قومندان جنرال جين لوئيس جارجيلن ويلي حکومت او پوځ يې د خبريالانو د خوشي کولو په لاره کي هر ډول ممکنه هڅي کوي.
نوموړى وايي پر استخباراتي کسانو سربېره د امريکا جاسوسي الوتکي هم د دغو کسانو په لټون بوختي دي.
طالبانو درې اونۍ مخکي يوه ويډيو خپره کړه چي فرانسوي خبريالانو د خپل حکومت څخه د خوشي کېدو غوښتنه پکښي کوله.
د فرانسې حکومت دا نه دي ويلي چي پورتني لس ميليونه يورو يې په څه ډول مصرف کړي؟ او له فرانسې څخه د تښتوونکو غوښتني څه دي؟