د ناټو ځواکونو امريکايي جنرال مک کرسټال د يوې برتانوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي تر هلمند وروسته د کندهار او حقاني د ګروپ نوبت دئ.
جنرال کرسټال ويلي کندهار يو وخت د طالبانو غټ مرکز وو او اوس يې هم ځيني سيمي د طالب جنګياليو له خوا داره کېږي، ځکه خو تر هلمند وروسته بايد په کندهار او وروسته په د حقاني د ډلي پر ضد عمليات پيل سي.
د حقاني له ډلي څخه د امريکايي قومندان موخه د مولوي جلال الدين حقاني ګروپ دئ چي د افغانستان په جنوب ختيځو ولايتونو خوست، پکتيا او پکتيکا کي فعاليت لري.
امريکايي قومندان په داسي حال کي په نورو ولايتونو کي د عملياتو د نوبت خبري کوي چي په هلمند کي د دوو ورځو په نيت پيل سوي عملياتو يې دوې اونۍ وخت ونيوئ او لا اوس هم د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دي.