د ملک احمدزي په نوم يو افغان په لندن کی د افغانستان په سفارت کی هغه وخت ووهل شو کله چه دی د خپل پاسپورت د نوی کولو یا وخت د زياتولو د پاره سفارت ته تللی وو او هلته یی په پښتو خبری کولی.
د سفارت کارکوونکو د يوه پښتون هيواد تبعه د خپلي ژبي له ويلو څخه منع کړى وو او ورته ويلي يې وو چي پښتو ژبه په سفارت کي بنده ده او دی باید فاړسی ووایی خو هغه دا خبره رد کړې وه او وروسته د سفارت د کارګرانو له وهل شوى وو.
د راپورونو له مخي ملک احمدزي د لندن پوليسو ته مراجعه کړې ده، خو د لندن پوليسو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
بلي خوا ته د افغانستان حکومت يا د بهرنيو چارو وزارت هم له نيژدې دوو اونيو راهيسي پر دې قضيه باندي حال پلن اچولى او کوم اقدام يې نه دئ کړى.