کور / شعر / غزل

غزل

ګرانې راځه راځه راځه ، ډېره مزه به وکړي
نن خو دې ماته کړه توبه، ډېره مزه به وکړي

زه ویم فضا د یارانې ده ، ځه چې مینه وکړو
ته وایی پرې مې ږ ده ویده ، ډيره مزه به وکړي

بیا دې ویښتانو ته شړک ورکړه ، بیا خوشبو خپره کړه
بیا کړه ماحول نشه نشه ، ډېره مزه به وکړي

جانانه واورې دي نو دلته خو دې څوک نه خوري څه
پاتې شه ده د جمعې شپه ، ډېره مزه به وکړې

دا تور ځنګل ځنګل باڼه دې کړه له سترګو پورته
په شپه کې بله کړه ډېوه ، ډېره مزه به وکړي

ګرانې غوسه شه ، لږ مې و ډار کړه ، اوبیا وخانده
لکه ترخې پسې خوږه ، ډېره مزه به وکړي

بېګا په خوب کې مې صحنه لېدله ، راز یی ساتم
خو که ريښتوني شي صحنه ، ډېره مزه به وکړي

۲۰/۰۲/۲۰۱۰