د میدان وردګ ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د ملي پیوستون د پروګرام له مخې۱۲ بېلا بېلې پروژې د کلیو پراختیا وزارت د څه باندې (۹) میلیونو افغانیو په ارزښت د سیمې د خلکو او د دې ریاست د کارکوونکو لخوا د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې.
د یاد ریاست ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې د لمریزې بریښنا (سولر) ۲ پروژ ې د (۱۴۵) پایو سولرو نصبول، د اوبو ذخیرې یوه پروژه د (۱۴) مترمکعب حجم په لرلو سره ، د فرعي سړک جوړولو (۴) پروژې د (۶،۳) کیلومترو په اوږد والي او (۲۱) پلچکونه او یو لوې پل (4*4)پلنوالي، د پاکو اوبو څاګانو (۲) پروژې چې (۴) څاګانو کیندل او پر هغوۍ لاسي بمبو درول، ډیزلۍ ژرندې یو پروژه، استنادي دیوال یوه پروژه او د خیاطۍ د کورس یوه پروژه پکې شاملې دي چې نوموړي پروژې د جلریز ولسوالۍ د قلعه کریم سیاخاک، باغ لنګر، قلعه کریم، قول ناتي، پرابي، قول دادي، پشته مزار، قلعه سفید، قلعه سبز او میراجان خیلو په کليو کې د خلکو د لس سلنه ونډې اخیستنې او د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت د بودجې څخه د (۹۱۶۲۰۰۷) افغانیو په مالي لګښت دمرستندویه موسسې (سویډن) او پراختیایي شوراګانو لخوا بشپړې او ګټې اخیستلو ته چمتو شوې، ددغه پروژو څخه (۱۳۷۴) کورنۍ ترې ګټه اخلي.