د ايران دولتي خبري اژانس ارناوايي نن سهار د ايران په زاهدان ښار كې د د جندوالله سني ډلې عبدالمالك رېكي نيول شوى دى.
ويل كېږي چي عبدالمالك رېكي د ايران په زاهدان ښار كې اوسېدۀ چي ايراني امنيتي ځواكونو د ځينو استخباراتي مالوماتو پر اساس نوموړى له خپلو درېوو ملګرو سره ونيو.
پر عبدالمالك رېكي تور لګېدلى و، چي د ايران په ختيځ كې يې لسګونه بېګناه خلك په تروريستي فعاليتونو كې وژلي دي او په تېر مېلادي كال كې د ايران په سيستان بلوچستان ايالت كې د ځانمرګي بريد چي په ترڅ كې يې لسګونه كسان ووژل شول، پړه هم جندوالله ډلې پر غاړه اخيستې وه.