کور / تازه خبرونه / په لښکرګاه کی بمی چاودنی ۷ ملکی خلک ووژل

په لښکرګاه کی بمی چاودنی ۷ ملکی خلک ووژل

رویټر خبر ورکوی چی نن سه شنبه د هلمند په مرکز لښکرګاه کی یو بم چی په بایسکل کی ځای پر ځای سوﺉ و ، وچاودېد چی اووه ملکی خلک یې شهیدان او ۱۴ یې هم ټپیان کړل خو دا معلومه نه ده چی دا حمله چا وکړه او هدف یې څوک وو . رویټر وایی چی نن په زابل ولایت کی هم د رومانیایی پوځیانو پر یو زرهپوش د سړک د غاړی ماین وچاودېد چی پنځه رومانیایې پوځیان د پیښی له ځایه انتقال کړای سول خو د مړو او زخمیان درک یې تر اوسه معلوم نه دی .