د ننګرهار د جهادي شورا پخوانى غړى او په ٢٠٠٢ کال د توري بوړي د محاصرې قومندان حاجي زمان غمشريک نن په ننګرهار کي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي ووژل سو.
د ننګرهار امنيه قومندان جنرال ايوب سالنګي د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته وويل ځانمرګي بريدکوونکي د هغو قومي مشرانو په غونډه کي ځان وچاودئ، چي په نيژدې وختونو کي د پاکستان له مهاجرت څخه راستانه سوي وو.
د سالنګي په وينا د حاجي زمان غمشريک سره د څو قومي مشرانو په ګډون ١٤ تنه نور هم وژل سوي دي.
حاجي زمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان په پښتونخوا ايالت کي د جلا وطنۍ ژوند تېراوه چي په ٢٠٠١ کال د امريکايانو د يرغل پر مهال د نورو جنګسالارانو په شان د هغوى په مرسته د طالبانو مقابلې ته راغئ او په توره بوړه کي يې د عرب جنګياليو سره جګړې وکړې.
نوموړى د کرزي د حکومت پر مهال د ننګرهار د قول اردو قومندان وټاکل سو، خو ډېر ژر يې د حاجي قدير او شمالي ټلوالي د قومندان حضرت علي سره مخالفت پيدا سو او همدغه مخالفت يې دوهم وار پاکستان ته د تېښتي لامل سو.
هغه مهال حاجي زمان په دې تور له دندي وشړل سو چي ګني د توري بوړي په محاصره کي يې اسامه بن لادن او د القاعدې نورو غړيو ته لاره ورکړې وه.
د حاجي زمان د وژني مسئوليت تر دې وخته چا پر غاړه نه دئ اخيستى خو د نورو جهادي قومندانانو په شان نوموړي شخصي دښمنۍ حتى په خپله کورنۍ کي هم درلودې.
د معلوماتو له مخي حاجي زمان د خپل يوه ورور په قتل هم تورن وو، چي د مقتول ورور زوى يې د ده د سيال حاجي قدير له زوى حاجي ظاهر قدير سره د ده په مقابل کي ولاړ وو.
د حاجي زمان يو بل ورور له څو کلونو راهيسي د حاجي قدير په مرګ کي د لاس لرلو په تور په کابل کي بندي دئ.