کور / تازه خبرونه / د مارجې خلک د لوږي او تندی سره مخامخ دي

د مارجې خلک د لوږي او تندی سره مخامخ دي

د انګلستان « اندپنډنټ » ورځپاڼی خبر یال د هلمند څخه راپور ورکوی چی د مارجې د اوسېدونکو خواړه او څښاک ختم سوي او پر ناټو یې د موبایل تلیفونونو په ذریعه ږغ کړی چی دوی ته خواړه ، څښاک او دواوي ورکړی یا اجازه ورکړی چی له کورونو راووزی ، خو ناټو تر اوسه دا کار نه دی کړی او وایی چی جنګ روان دی . خبر زیاتوی چی په هغو سیمو کی چی د ناټو تر کنټرول لاندی دي ، هلیکوپترونه دغو خلکو ته خواړه ورکوی خو هغه هیڅ کفایت نه کوی . راپور زیاتوی چی د مارجې په ځینو برخو کی طالبان غلچکی حملې کوی ، حتی کمین نیسی او مقاومت کوی . د ناټو افسران وایی لکه موږ چی ګومان کاوه دا عملیات هومره ژر ختم نسول او لا اوس هم جریان لری او ښایی څو نوری ورځی دوام وکړی .