کور / تازه خبرونه / چارواکي: په کندوز کې عمليات پيل شوي

چارواکي: په کندوز کې عمليات پيل شوي

دکندوزچادرې ولسوال عبدالواحدعمرخيل وايي چې دتيرې شپې راپه ديخوا دهغه عملياتوپه ترڅ کې چې دقريه يتيم اوقريه قصاب په سيموکې دسپيشل فروس ، المانيانو اوملې پوليسو اوچټک غبرګون ځواکونو پرمټ ترسره شوي دي په پايله کې دچاردرې ولسوالې دحاجې شيرعلې ،معاون غيور، احمدشاه ،حاجې حنان ،اوناقلوکليې دوسلوالومخالفينو دشتون څخه پاک شول .

هغه وائي چې په دغو عملياتوکې دواړه خواووته کوم ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه دهغه پروينا په دغوعملياتو مخالفينو ډيرلږمقاومت وکړ .

همدغه راز عمرخيل زياتوې چې تيره ورځ دقريه قصاب په سيمه کې دقوماندان سيدمراد ترمشرۍ لاندې ٢٥ د دولت مخالفين افغان دولت ته تسليم شول داپه داسې حال کې ده چې په دي وروستيوکې دکندوزوالې ددولت مخالفينو دوسلې ايښودلو وړانديز کړي دي دهغه پروينا که چيرته وسله وال دسولې پروسې سره يوځاي نه شي نوښائي پرضدبه ئي پراخ عمليات پيل شئ خووسلوالوطالبانودکندوزدننيوعملياتوپه اړه تردي دمه رسنيوته څه نه دي ويلې .