ژبه د يو كام او ملت بنسټيزه ستن ګڼل كيږي ـ ځكه خو ويل كيږي چي ملي ژبه د ملي ټولنې د جوړښت پيلامه ګرزي ـ كه يو ملت يا كام وغواړي چي په نړۍ كښې دي تل ژوندى پاته سي او د سيالوملتونو په ليكه كښې دي ودري، نو هغه به ارومرو لومړى خپلې ژبې ته د ملي ژبې بڼه وركوي، ولي چي بې د ژبې له ودې هيڅ يو كام يا ملت نه سي كولاى چي په نړيواله ټولنه كښې دي د سيالۍ ژوند تېركړي او ژونداى دي پاته سي ـ ځكه چي ټولنيځ اړيكي هم يواځي د ژبې له لارې ديوكام او ملت دخلګو ترمنځ ټينګېدلاى سي ـ ژبه د انسان په تمدن او روزنه كښې ستر رول لوبوي او ديو ملي ټولنې بنسټ ږدي ـ ژبه يواځي دتورو او كلمو د تړون نوم نه دئ ـ ژبه له انده، احساساتو او جذباتو څخه رازېږي او بيا ديو كام او ملت د وجود او شته والي څرګندونه كوي ـ او بيا دهغې ټولنې د وګړيو په مرسته يوه ملي بڼه غوره كوي او ددوى دپوهنې او پنځونې سويه لوړوي ـ
يو امريكي ږبپوهـ بي ـ ايل ـ وهارف (B.L. Whorf) وايي ، “چي كه يوڅوك د څۀ په هكله چُړت وهي او په ژوره توګه يې سنجوي، نو په هغه كښې ډېر څۀ له دې سره تړلي وي ، چي دهغه دژبې جوړښت دهغه ددې چُړت په وهلو او سنجولو كښې په زښته وړيا توګه دهغه مرسته كوي ” ـ نوځكه ويل كيږي چي د ويلو او په هغه كښې د چُړت وهلو او دسنجولو ژبې ته ژوندۍ ژبه ويل كيږي ـ نن د تاريخي څېړنو او پلټنو له مخې په دې كښې هيڅ شك پاته نۀ دئ چي پښتون كام يو زوړ اولرغونئ آريايي توكم دئ او پښتو يوه لرغونې آريايي ژبه ده ـ
پښتو ژبه تر اريك ژبې ، چي د ټولو آريايي كامونو ګډه ژبه وه اودډكټر ليبان د وينا له مخې د ۲۵۰۰ په شاوخوا كښې ويل كېده، وروسته په وجود كښې راغله ـ خو پښتو يواځي ژبه نۀ ده ـ دا د پښتون كام د ټولنېځ ژوند د تېرېدو يوه لار هم ده ـ د دوى هر دودودستور، كلتور او تمدن له پښتوسره تړلئ دئ ـ دپښتو په هكله ستر پلټونكئ علامه عبدالحئ حبيبي څه داسي ليكي :-
“پښتو خو اصلاً د ژبې نوم وو، وروسته دې كلمې يو بل ادبي مفهوم هم وموند چي په پښتنو كښې يې دغه مقصود هم ډېر مهم او دغور وړدئ ، پښتو كه څه هم يوه كوچنوټې كلمه ده ،مګر د مفهوم له مخې هسي ارته او پلنه شوه ، چي د پښتون ټول اجتماعي او حياتي نظام يې په لمن كښې ونيواو اوس پښتانۀ خپل ټول عنعنات، ملي اخلاق او پښتني ښېګړې، ملي دودونه او رجالونه، يعني خپل ټول اجتماعي او روحي نظام د “پښتو” په نامه يادوي، دكلمې د مفهوم دااوسعت او ارتوالى دى، چي پښتانه ا پښتو له كلمې سره ډېره مينه لري او پښتو د دوى دملت څرګنده نخښه ده” ـ
خوله بده مرغه پښتو د ملي ژبې بڼه خپله نكړلاى سوه ـ كه څه هم پښتنو په افغانستان اوهندكښې زښته غښتلي دولتونه لرل ـ او پښتو ژبې داتوان درلود چي په دې كښې هم دولتي او هم پوهنځې چارې تر سره كېدايه سوې ، ولي چي د پښتو لمن دومره هم تنګه نه ده څومره چي دپښتو ژبې ميرڅمن (دښمنان) يې احساسوي ـ دپښتو د پراخوالي په هكله يو انګرېز ليكونكئ ميجر لاريمر وايي :
“پښتو كه څه هم تراوسه نۀ ده روزلې سوې ، خو ښه ښه صفات او دخيالاتو دښكاره كولو دپاره زښته توان اوزور لري ، توري يې اغېزمن، كلك او څرګند دي ـ دايوه ژوندۍ ژبه ده ـ ځان له خپلواكې او دارزښت وړ ځانګړتياوې لري ـ د نورو ژبو په پرتله يې له بارنيو اوښتنونو او يرغلونو لږ زيان موندلئ دئ چي ددغو ځانګړتياوو له كبله يې له هندي او نورو ژبو څخه بېلولاى سو” ـ
او داسي كه څه هم د لوى احمدشاه بابا امپراتوري له مشهده تركشميره،له ډهلي او بحره عربه ترامودرياب پوري غزېدليې وه ـ اود اتلسمې پېړۍ په دوومه نيمايي كښې د ترك عثمانيه دولت نه وروسته دالويه امپراتوري وه خو په دې ارته امپراتورۍ كښې هم پښتو ملي ژبه ونۀ ګرزول سوه ـ
دپښتو و ملي ژبه كېدلوته دامير شيرعلي خان ددوومې پاچاهۍ (۱۸۸۰-۱۸۶۸) په دوران كښې پام وسو او پښتو دلومړي ځل لپاره د هيواد رسمي او ملي ژبه وګرزول سوه او داسي يې په دولتي چاروكښې ځاى وموندـ د پښتو لپاره دايو اوښتنيځ انځغړ وو ـ خو پر افغا نستان باندي د پرنګي ددووم يرغل له كبله چي كله افغاني دولت ړنګ سو داانځغړ په ټپه ودرېدـ له دې وروسته په كال ۱۹۳۷ كښې د سردار هاشم خان د مشر تابه (صدارت) په دوره كښې چي كله محمد نعيم خان د پوهنې وزير وو يو څه هڅه وشوه او ديو فرمان له مخې چي دهغه وخت د اصلاح په ورځپاڼه كښې خپور شو ويل يې چي پښتو دي د فارسي ترڅنګه په دولتي دوترونو كښې جاري سي ـ خو هلته هم دملي ژبې بڼه ورنكړل سوه ـ او ارګ/ دربار دتل دپاره له پښتو بې برخې پاته سوـ
خو دثور انقلاب له راتلو سره چي كله محترم نورمحمدتركي دولتي واګې په لاس كښې واخستې دڅه مودې دپاره ارګ پښتون سو او ډېرې دولتي چارې په پښتو كښې پيل سوې ـ خو دسړې جګړې له كبله چي كله د وخت پانګوالې ډلې او عربي شاهانو دخپلو ځانګړو او شوموګټو له مخې پر افغانستان داسلام په نامه برېدونه او تېرى پيل كړـ نو داسي د دوى تر اغېزې لاندي داسلام په جامه كښې نغښتو شومو او بډې خوړونكو وګړيو پښتون كام دكافراو پښتو ژبه يې ددوږخ دژبې په نامه ونوموله ـ اوداسي دجنګ په دې موده كښې نه يواځي پښتو ژبې او ادب ته زښته زيان ورسېدو بلكه دپشتنو زاړۀ او لرغوني اثار هم دپرديو په دسيسو دافغانستان دخپلو وګړيو په لاس ددوى د خوشالولو لپاره له منځه په يو بل نامه يوړل سول ـ
اوبياچي كله د پښتوژبې زاړۀ او نوي بدخواهان په دې ونه توانېدل چي پښتو ژبه، ادب او كلتور دي له منځه يوسي نويې دخپلې دې ناوړه موخې ته ده رسېدو لپاره ځينې تش په نامه پښتو ليكوالان او شاعران چي ځينې بډه خوړونكي وو اوځينې بيا دنامه وږي وو ودې ته وهڅول چي پښتوږبه ته دي زيان ورسوي او دپښتو زړه پانګه دي له منځه يوسي ـ اوداسي بيا ځينو پښتنو ليكوالانو پر پښتودبل په نغوته نيوكې پيل كړې او هڅه يې وكړه او كوي يې چي دپښتو زړه پانګه له منځه يوسي اوپه خپلو ليكنو او شعرونو كښې د پښتو ژبې د تورو پرځاى د پرديو ژبې توري وكاروي او وپښتو ژبه او ادب ته زيان ورسوي ولي كه موږ ليږ څه شاته ولاړ سو او تاريخ په ژوره توګه وګورو نو ترپامه كيږي مو چي تل هرهغه كام او ملت له منځه تللئ دئ دچاپرژبه چي دنورو كامونو دژبو اغېزې سوې دي ـ او خپله زړه پانګه يې له منځه تللې ده ـ ځكه چي هره ژبه ځان ته ادبي او د تورو پانګه لري او داسي ژبه په دې بډايه كېږي ـ او كومه ژبه چي بيا داپانګې وبېلي او له لاسه يې وركړي هغې ژبې ته بيا هڅكله بشپړه ژبه نسي وئيل كېدايه ـ اوهغه دنورو ژبوتر اغېزې لاندي راځي او داسي بيا ورو ورو دتل لپاره وركه سي او بيا يې يواځي په تاريخ كښې نوم پاته سي ـ
ديوژبې دادب او د وييپانګې ساتل او خوندي كول دهغې ژبې په لوستو وګړيو، ليكوالانو او شاعرانوپوري اړه لري او هر كله چي دوى و دې ته شاكړې او دژبې ساتل او خوندي كول يې پرېښي دي نو هغه ژبه بيا پر ځاى نه ده پاته سوې ـ خوله ښۀ مرغه پښتوليا تر اوسه پوري زموږ دكليو، بانډوخلګو، بزګرانو او شپنو سوچه ساتلې ده ـ او بله داچي هرهغې ژبې ته وده يځه ژبه ويل كيږي چي هغه په ټولنه كښې د وګړېوترمنځ دخوړلو او راكړې وركړې پيلامه وګرزي ـ نوهله بيا ژبه دنورو ژبو سياله كېږي او دپرديو ژبو له اغېزې څخه ځان ژغوري ـ
نو نن اړتيا وه دې ته چي دپښتو ژبې ادبي او دسوچه تورو پانګه وژغورل سي او خوندي كړل سي ـ او ليكوالان او شاعران وه دې ته راوګمارل سي چي هغۀ په خپلو ليكنو او شعرونو كښې داابي او سوچه پانګه خوندي كړي او ژبه د نورو پرديو ژبو له اغېزې څخه وساتي ـ
له دې ټولو سنجونواو ږمورنو مي موخه دا ده كه چيري موږ غواړو چي پښتو ژبه دي دنورو ژبو سياله سي نو بايد دئ چي موږ دپښتو ژبې هغه لرغونئ سوچه توب بيا راژوندئ كړو پوهنځې ليكنې پكښې وكړو په خپل ورځني ژوند كښې سوچه پښتو ووايو او دپښتو د زدكړې دپاره دبېلابېلو ادارو او ښونځيود پرانستلو هڅه وكړوـ اوپښتو د خوړلو اودراكړې وركړې دژبې د ګرزلو او په دولتي چارو كښې يې د كارونې په لړكښې كوټلي ګامونه پورته كړواو دنړۍ دنورو سيالو ژبو په ليكه كښې يې ودرووـ نو كه نه وي دابه هم داسي د پسول او ناويتوب په هيله هيله د تل دپاره پاته وي ـ
كه تازي ژبه هرګوره ښه ده
پارسي هم ډېره په خوندخوږه ده
چايې پلو د جمال وانه خيست
پښتو لاهسې بكره پرته ده