مورنۍ ژبه، هغه ژبه ده چې موږ يې له مور او پلار او خپلو خپلوانو څخه زده کوو، يو ماشوم په رښتينې توګه د مور په زيلانځ (نس يا رحم) کې د مورنۍ ژبې سره اشناکېږي، له پيدايښت څخه را وروسته کله چې يو ماشوم و ژاړي او مور په خپله اصلي ژبه ورسره خبرې وکړي، نو ماشوم د مور خبرو ته غوږ نيسي او ژړا بس کوي، يو ماشوم د وخت په تېرېدو خپله مورنۍ ژبه په بيا بيا اورېدو سره يادوي او کرار کرار ورباندې ګړيدل زده کوي او په دې ډول خپله مورنۍ ژبه يادوي، د مورنۍ ژبې په کارولو سره يو ماشوم د خپل شا وخوا چاپېريال په اړه خپل احساسات څرګندوي، د نورو سره اړيکې جوړوي او په دې توګه توري او الفاظ تبادله کوي، خاندي، ژاړي، د مسايلو په اړه مخالفت او غبرګون څرګندوي.
يو ماشوم (نجلۍ او هلک دواړه) يوازې او يوازې د ځان او شا او خوا چاپېريال په اړه زده کړه کولای شي او د خپلې مورنۍ ژبې په کارولو سره د هغه په اړه خبرې کولاي شي، په مورنۍ ژبه باندې په خبرو کولو سره يو ماشوم له يوازيتوب څخه ځان ژغوري او په دې ډول له نورو سره اړيکې ټينګوي، په بشپړ ډول سره خبرې کول د افکارو لپاره ډيرې ښې تمامېږي.
کله چې د يو څه په اړه سوچ کوو، نو په اصل کې په چوپ او غلي ډول سره له خپل ځان سره خبرې کوو او کله چې خبرې پيلوو، نو بيا هغه څه چې په چوپ ډول سره مو سوچ پرې کاوه، د غږ په ډول يې څرګندوو، کله چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوو، نو زمونږ د دماغ او ژبې تر منځ نېغ په نېغه اړيکې رامينځ ته کېږي، په مورنې ژبه په بېلابېلو مسايلو بحث کوو، دې وخت کې مو د زړه،دماغو او ژبې ترمينځ اړيکه سره ټينګېږي، په دې معنا چې د ابحث او خبرې يو ډول زموږ د تېرو يادونو، خاطرو او تجربو څرګندويي کوي، چې زموږ احساسات او عواطف را پاروي او په دې توګه موږ خپه يا خوشاله کوي او يا مو هم د راتلونکي لپاره په تمه کوي، هغه خبرې او سوچونه چې مو ذهن ته راځي، زموږ احساساتو ته يو ژوند ورکوي چې بيا مو د خپلي ژبې په کارولو سره د نورو سره نژدې کوي.
په ورته توګه، کله چې موږ په خپله مورنې ژبه خبرې کوو، نو يو درې اړخيزه کړنلاره چې د زړه،دماغ او ژبې څخه عبارت دي رامنځته کېږي، چې دا په انساني غريزې او طبيعت پورې تړاو لري، په همدې اساس مورنۍ ژبه يو ه داسې کيلي ده، چې په مرسته يې زموږ داخلي نړۍ ته ور پرانيزي او دا نړې نورو ته ښايي زموږ هيله، عيب، کمال او مهارت او نور ټول پټ خويونه اوخصوصيات نورو ته يوازې او يوازې د مورنۍ ژبې په مرسته څرګندېدلاى شي، يو ماشوم د خپل عمر په لومړيو پنځو کلونو کې ٨٠% خپل ټول معلوماتو ترلاسه کوي کو م چې بايد هغه يي د خپلې کورنۍ څخه ترلاسه کړي او شپږم او اووم کال د هغه د ښوونځي کال دى.
دغه مهال ماشوم له دوه ډوله حالتونو سره مخ کېږي:
• ماشوم په ښوونځي کې په خپله مورنۍ ژبه تعليم ترلاسه کوي.
• ماشوم په بشپړ ډول په بېله ژبه چې د نوموړي د مورنۍ ژبې سره توپېرلري تعليم ترلاسه کوي.
ښوونځى د يو ماشوم د شخصيت په جوړولو کې ډېرستر حياتي ارزښت لري، دا ځکه چې ښوونځى د کورنۍ او ټولنې تر منځ پُل جوړوي، ترڅو په دې ډول سره هر هغه څه چې ماشوم يې په کورنۍ کې زده کوي، پر هغه مسلکي وړتيا ورزياته شي او د ماشوم د بدن په غټېدو او روح په ځواکمنېدو سره نوموړى دې ته تياروي، تر څو خپله وړتيا په ټولنه کې څرګنده کړي او يو ټولنيز ژوند ترسره کړي.
يو ماشوم چې په خپل کورکې کومه پېژندنه او تشخص لري هغه د خپلې مورنۍ ژبې له امله ورپه برخه کېږي، له يو ماشوم سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې کول ددې لامل ګرځي چې موږ هغه په خپله ټولنه کې د خپلو مسوليتونو څخه خبروو، کله چې يو ماشوم اول ځل په ښوونځي کې خبرې کوي، دا د نوموړي لپاره له خپلۍ کورنۍ څخه لومړنى بېلتون څرګندوي، نو په دې وخت کې يو لړ نېک او ښکلي احساسات د هغه سره مل کېږي، دلته ماشوم د اول ځل لپاره په رسمي چاپېريال کې را څرګندېږي، چې تر دې مخکې يي په اړه هيڅ نه پوهيده، دلته ماشوم ټولګي ته له نېکو احساساتو سره ننوځي او په همدې وخت کې ښوونکى هم ټولګي ته ننوځي او په خبرو پېل کوي.
ښوونکى ډېر لوړ مقام لري، نو ځکه ماشوم دهغه عزت او احترام کوي، کله چې ماشوم د يوازيتوب او پرديتوب له ګډو احساساتو سره مبارزه پېل کوي، نو په خپل شا او خوا کې د هغه خپل خپلوان نه تر سترګوکېږي، خو هغه يو ملاتړى ځواک له ځان سره لري، دا ځواک له نوموړي سره مرسته کوي، تر څو د نورو سره اړيکې ټينګې کړي او وړتيا ور وبخښي، ترڅو د يو پردي اونا اشنا چاپېريال سره څه ډول چلند وکړي، دا ملاتړ، مرستندويه او د ژغورنې ځواک د نوموړي مورنۍ ژبه ده چې د هغه په ملتيا او مرسته سره هغه خپل ځان ژغوري، د مورنۍ ژبې په مرسته ماشوم له نورو سره اړيکې ټينګوي او آن تر دې چې له پرديو خلکوسره هم اړيکې ټينګولاى شي، نوموړى ښوونکى نه پېژني، خو د ښوونکي له ژبې سره بلديت لري او په همدې تناظر کې له يو بل سره پېژني، ښوونکى هم د هغه د نژاد يو غړى دى، نو په دې توګه هغه درسونه چې ښوونکى يي زده کوونکو ته د هغوى په مورنى ژبه ترسره کوي، په ډېره اسانۍ سره يې زده کولاى شي، ويونکى چې کومه ژبه کاروي او ماشوم ورباندې پوهېږي، نو که کومه پوښتنه وشي، ماشومان يې ډېر ژرپه اسانۍ سره ځواب ورکوي، نو په دې توګه يو ماشوم چالاک او بېداره لوېږي او دا د هغوى دماغو ته يوه داسې برخه ورکوي، چې ماشومان نوښتګر او مبتکر رالوى شي، يو ماشوم د هغه څه په اړه چې ښوونکى يي نوې شننه او تحليل کوي، بېلابېلي پوښتنې کوي او دا چاره له هغوى سره مرسته کوي تر څو په وړتيا او لياقت کې يې نورهم تکړه توب او قوت را شي، چې هغوى نوره هم څېړنه او پلټنه ترسره کړي او په دې ډول سره د ماشومانو د پام او نوښت کچه قوي او ځواکمنه کېږي.
ماشوم هغه مهال په خپل ځان،کورنۍ او ټولنه کې اعتماد ته پرمختګ ورکوي، چې دهغه پېژندګلوي او تشخص بشپړ، روښانه او واضح شي، .په هغه ټولنه کې چې خلکو ته په مورنۍ ژبه د تعليم حق ورنه کړل شي، دا ددې معنى لري، چې په دې ټولنه کې ټولنيزه، سياسي بې عدالتي، زورواکي او استبداد واکمن دى او دا حالات ددې لامل ګرځي چې دلته دنورو خلکو په پرتله يوازې يوه ژبه او يا د خلکو يوه ځانګړې ډله واکمنه ده، دا په دې معنى، هغه څوک چې په واک کې نه وي نو ددوى زبېښاک(استثمار) دوام لري اوپه دې ډول سره ددغو خلکو له منځه تلل په ښه ډول سره پلان شوي دي.
ديوې ټولنې او يا خلکو د له منځه وړلولپاره دا لاندې لارې په کار دي:
١.فزيکي يا بدني تباهي او ورکېدل، چې د اټوم بم او يا نورو مرګونو وسېلو په کارولوسره يي له منځه وړلاى شو.
٢.د واحدې وينې، نګه ( خالص) ميراث نظريه يا مفکوره د جينيټيکې مفکورې د لسيزو را په دې خوا د انساني مهاجرتونو پر اساس له منځه تللى او په دې ډول سره اوس يوخالص( نګه) ميراث نشته نو په دې خاطر دغې مفکورې اوس خپل ارزښت او اهميت له لاسه ورکړى.
٣. د ټولنيزو او کلتوري ميراثونو او نژاد په له منځه وړلو سره.
کلتوري جينيټيک ياکلتوري ميراث څه شى دي؟
ټولنيز او کلتوري ميراث (جينيټيک) د يوډول داسې تهذيبونو او مدنيتونو مجموعه ده، چې موږ ته د يو با ارزښته ميراث په توګه د تېرو نسلونو څخه پاتې ده، په داسې حال کې چې په بيا بيا د استعماري ځواکونو له خوا تر بريدونو لاندې راغلې ده، استعماري ځواکونو تل هڅه کړې ده چې د ناروا محدوديتونواو پر ژبې د بنديز لګولو په وسيله دغه ملت له منځه يوسي، هغوى په دې توګه غواړي د يوه ملت دتاريخ، کلتور او فرهنګ، ملي تشخص او پېژندګلوۍ په له منځه وړلو سره وګړي غلامان او د ټولنې دويمه طبقه خلک جوړکړي او په دې ترتيب هغوى د انساني تاريخ له پاڼو څخه په بشپړ ډول له منځه يو سي، دا ځکه هغه ملت چې خپله مورنۍ ژبه يې له لاسه ورکړې وي، په اسانۍ سره له منځه تللاى شي.
يو ماشوم ته که بې له مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه خبرې وکړو، هغه نه پوښتنه کولاى شي او نه ورباندې پوهېدلاي شي او که پوه شوى هم وي، نو تر اوسه به هغه ددې وړنه وي، چې ورباندې خبرې وکړي او نورو ته يي تشريح کړي دا ځکه چې نوموړى هغه ژبه چې دى ورباندې پوهېږي او ورباندې خبرې کولى شي، نه کاروي، چې په اسانۍ سره ورباندې وپوهېږي او نورو ته يي تشرېح کړي، ماشوم په خپله مورنۍ ژبه پوهېږي، که يو څوک مورنۍ ژبه له لاسه ورکوي، دا په دې معنى ده چې د زړه،دماغو او ژبې ترمنځ اړيکه په بشپړ ډول له منځه تللې ده، چې دا کار د بشري پرمختيا لپاره يو نه رغېدونکى او نه جبرانېدونکى زيان دى او په دې ډول سره ديوه ملت د ماشومانو په شخصيت باندې منفي اروايي اغېز پرېږدي، ګڼ هغه زده کوونکي چې په خپله مورنۍ ژبه کې له تعليم کولو څخه محروم دي، په خپل ځان اعتماد او باور له لاسه ورکوي او زړه نا زړه ښوونځي ته ځي.
نو په دې توګه، په هغوټولنو کې چې په خپلو مورنۍ ژبو ورته د تعليم زمينه برابره نه وي، د نالوستو خلکو شمېر پکې ډېر زيات وي.
هغو ماشومانو ته چې له مورنۍ ژبې پرته ورته په بله ژبه زده کړه ورکول کېږي، له ښوونکي څخه ډېر کم څه زده کولى شي، هغه ماشومان چې خپل اعتماد او باور يي له لاسه ورکړى وي، کورنۍ،ټولنه او ملت بله چاره نه لري ترڅو د خپل هويت په اړه بيا فکر وکړي او په بدل کې يي يو بل متبادل هويت او پېژندګلوي غوره کړي، هغه ژبه چې ماشوم ورباندې پوهېږي، د ورځني استعمال له ژبې څخه توپېر لري، نو له دې امله ماشومان به ددې وړ نه وي، هغه څه چې دوى يې اوري تحليل،څېړن يا يې په اړه پوښتنه وکړي او يا يې وپلټي، نو په دې ډول ددغه ملت ماشومان به يوازې ثبتوونکي(ريکارډ کوونکي) او يا تقليدکوونکي(کاپي کوونکي) ته ورته پاتې کېږي او په دې ډول به بې له پوهېدو څخه شيان نقل، ثبت او ريکارډ کړي.
دغه راز ماشومان به په بشپړه توګه له خپل کلتور، فرهنګ،ژبې او تاريخ څخه ناخبره وي، په همدې اساس هر هغه څه چې ددوى لپاره د استعماري او استثماري ځواکونو له خوا پلان شوي وي، نو دې ته ډېر ښه تيار دي ترڅو د غلامانو په ډول ژوند وکړي.
په دې توګه يوازې هغه کسان او نسل چې د مورنۍ ژبې، کلتور، فرهنګ، او تاريخ څخه بېل او جلا ساتل شوي وي، په اسانۍ سره دغه بدلون او تغير ته غاړه کېږدي او وبه يې مني او په دې توګه به يي نوم او نښان د تل لپاره د ځمکې مخ څخه ورک شي.