هره ژبه له ځانه ځانګړي ستایني او ځانګړني لري . هره ژبه کېداي سي، چې د ګړي بنسټ پوهني یاني (Morphology)او مانا پوهني یاني
(Semantic ) له مخه ئي څرنګواله څرګنده شي، تاریخي تړاو او اړیکي ئي د بلي ژبي سره څرګند شي . د بېلګي په توګه هندي ژبي او پښتو ژبه خپلي ریښې په سانسکریت کي لري . عربي ژبه یوه خپلواکه په ځان پوره ژبه ده . و نورو ژبو ته اړتیا دومره نه لري . برسېره پر تورو ځان ته ږغونه هم لري، چې په لیکنه کي سم ښکاري او دلوست پر مهال لوستونکی د لوست ستونزه نه لري . اروپائي ژبي بیا په ځانګړې توګه رومانیک ژبي ریښې ئي په لاتیني ژبي کي دي او دغسي نور . هره ژبه چې ګورې د خپل ږغپوهني (Phonetik) له مخه یوه « الپ اوبې » لري، چې د لیکني تورئي د دوي د خبرو او ږغونو سره سمه ده، موندلې ده . نورو خلکو« الپ او بې » و خپلو خبرو ته جوړه کړې ده؛ خو موږ خپله ژبه « الپ او بې » ته سمه وو. نو دا کار لږ څه ستونزمن دی . څرنګه چې زه ګورم زموږ اولنو وپښتوته تر یوځایه کار کړی دی . پاته کار ئي موږ باید سرته ورسوو . د پښتو ژبي ږغ توري اروا ښاد پوهاند صدیق الله رښتین پخپل
( پښتوګرامر ) جزءاول کي داسي ښوولي دي : ( حروف امدادی در پښتوچهار است « الف، و، ی، هـ » این حروف را در پښتو « غږتوري » (حروف صدا دار ) نیز ګفته می توانیم ) . ۳۰ مخ . اروا ښاد رښتین پخپل
( پښتو ګرامر ) کي (واو) پر درې ډوله ښیي : ( «واو» در پښتو در سه صورت مذکور از حروف امدادی محسوب و در باقی حالات از حروف اصلی بشمار میرود ) . ۳۱ مخ د دغه کتاب . د « واو» ډولونه : ۱:- معروف «واو» دی، چې ارواښاد رښتین معروف « واو » د پېښ استازی بللی او دهغه لنډ ډول ئي بولي . او په ډېرو ګړو کي د پېښ کار ځني اخلي . په منځ کي د تورو او په پاي کي د تورو راځي . لکه : لور (ښځینه اولاد )، سور (رنګ)، پتور (شخړه )، ګور (ګڼ ) اونور . په پاي کي د تورولکه : کندو، تالو، الو، کرو او نور . ۲:- مجهول «واو» دا «واو» هم لکه پېښ خو اوږد ویل کېږي ؛ په منځ کي او په پاي کي د تورو راځي . په منځ کي لکه : تور (رنګ )، لور ( درېبلو اله )،تول (وزن)، پوخ ( د اوم ضد )، کور ( استوګن ځائ ) او نور . :- ملین « واو » د پېښ په ډول خونرم ویل کېږي؛ ږغ ئي د « au » دی . لکه : کنډو ( د دېوال یو مات ځائ )، لو (د غنمو رېبل )، پلو (خوا، پخې وریجي، د پوړني څنډه )، نو ( د زخم چرک)، سو ( پوجي، کړنه) او نور . د « واو » نومان سته ږغون ئي سته خو ډولونه ئي نسته . د دغو درو ( واوونو) ډولونه ما پخپل لیکدوداولیکښود کړنلاره او سمه لیکنه نومي کتاب کي ۲۳ مخ کي داسي ښوولي دي : مجهول « واو » مي چنګکي ( و) « واو» ښوولی دی . او معروف « واو » مي سترګ لرونکی (و) « واو » ښوولی دی . او ملین « واو » مي بې سترګي (و) ښوولی دی . که په کیبورډ کي دا « واوونه ) په دغه ډول راسي ؛ تر ډېره هده به مو ستونزه لږ کړې وي . ما پخپل نورو لیکنو کي هم دغه وړانديزونه کړي دي .
«هـ » په پښتو ژبه کي د ږغ تورو څخه ده، پر دوه ډوله ده : ۱:- جلي یا روښانه « هـ » ده، چې په پاي کي د تورو راځي لنډه اوسپکه ویل کېږي . لکه : پښه، مڼه، اوږه، ورځه، خوره، خره (مؤنث نوم)، کره (سمه، صحیح) او نور . ۲:- خفي یا پټه « هـ » ده . دغه « هـ » درنه ویل کېږي او د مخ توری ئي زورکی لري . یوازي دتورو په پاي کي لیکل کېږي . لکه : واښْه، اوړْه، ښْه،تْه ( ضمیرمخاطب)، خواړْه، زړْه، خرْه (د خرجمع ) . د زورکي علامه پر تورو باندي وګورۍ! دغه نښه پر توري باندي یوه ګردي دایره ګوټې (بْ) ده.څرنګه چې دلته ښوول سوې ده .
دغه رنګه د دوو ( هـ ګانو ) نومان او ږغونه ښوول سوي؛ خو ډولو ئي نسته . دغه « هـ ګاني »تل د تورو په پاي کي راځي په ليکنه کي سړی نه په پوهیږي، چې کوم ډول « هـ » ده د دغودو (هـ ګانو) ډولونه ما پخپل نوم وړي کتاب کي ۲۳ مخ کي ښوولي دي . جلي « هـ » ته ښکرکې (ه) ویلې ده .پورته پر سر دواړو خوا وو ته خطونه لري . کله چې جلا لیکل کېږي . که په پاي کي ګډه ولیکل سي نو یوازي یو ښکر لاندي خوا ته لري . لکه : (کتنه )، ( ونه) .
خفي « هـ » ته مي ګردې « ه » ویلې ده . که په پاي کي جلا ولیکل سي نو دغسي لیکل کېږي . لکه : اوړه، زه او نور . که د تورو په پاي کي ګډ و لیکل سي؛ نو داسي لیکل کېږي : واښه، خوله، ته او نور .
که څه هم ما پخپله لومړۍ مقاله کي د «یي ګانو » ږغونه او دهغو پکار وړل په لیکنه کي ښوولي؛ خو دلته ئي بیا لیکنه او ښوول بد نه ګڼم . دا ځکه : خوږه هر څومره چې ژوئي هغمري خوږيږي . بل ږغتوری « يي » ده. چې په پښتو ژبه کي ( یي ګاني ) پنځه ډوله دي او هره یوه ئي ځان ته جلا ږغ لري او په جلا نامه یاديږي . دغه « یي ګاني » په لیکنه کي په منځ کي د تورو راځي او یا په پاي کي د تورو لیکل کيږي
۱:- مجهوله؛وړه؛ اوږده یا ناڅرګنده «ې » : دغه « ې » د توري ږغ نرم او اوږده وي ئي .په منځ کي د توري او په پاي کي د توري راځي . په منځ کي د تورو لکه : هېر، تېر، څېر، زېر، پېر (څرخ)، وېره،ډېر، کېده (کړنه) اونور . په پاي کي د تورو لکه : مڼې، دانې، هغې، دې،لرې (لرل)، یې (وول)، انګېټې، ورې ( دمیږي چوچی)او نور .
۲:- معرفه؛لویه، لنډه یا څرګنده «ي» : دغه « ي » د توري ږغ ډک او درنه وي ئي او دعربي د زېر ږغ لري . د تورو په منځ کي او په پاي کي راځي . په منځ کي د تورو لکه : ویر(غم)، تیر (اوږد پنډ لرګی)، زهیر(خوابدی)،فقیر او نور . په پاي کي د تورولکه : ښادي، دي، اخلي، ښځي،کالداري، ورېنداري، مالداري، خوري، خواري اونور داسي .
۳:- ملینه؛نرمه یا بې ټکو « ی » : دغه « ی » د توري ږغ نرمه وي او « ای » ږغ ورکوي . په پاي کي د تورو راځي لکه :
دی، وزګړی،سړی،مرییی، کاڼی، لېونی،اغزی،خورییی،کالی، کلی، ورغومی،کورودانی او نور . په منځ کي د تورو هم ویل کېږي خو بې ټکو نه وي . دغه یوه ستونزه ده . د بېلګي په توګه : سیل (تماشا) لیکل کېږي په اوږده لویه « ي» خو ویل کېږي په ملینه « ی» . یوه ستونزه ده . چې دا سیل (sail) دی که سیل (seel)که (sal) دی . نو ښه به دا وي چې د لیکلو پر مهال د « ی» خانه تشه پرېږدو لکه ( ســـل ) او ئي داسي ولیکو : سیل = ( سی ـل )، میل = ( می ـل )، خیر= (خی ـر )،دیر = ( دی ـر ) .
۴:- ثقیله؛ درنه یا لکۍ لرونکئ « ۍ » : دغه ډول « ۍ » دتوري ږغ اوږد او کښته کشوي تل په پاي کي د تورو راځي . لکه : نړۍ، وړۍ، چوکۍ، خولۍ، ډوډۍ، هګۍ، ښوونځۍ، شړۍ،ودانۍ، راځۍ، کرتۍ،هېلۍ، دوستۍ، بدۍ، خوارۍ، هندواڼۍ، مرزاګۍ، نمسۍ، موچۍ، سپۍ، لېونۍ او دغسي نور . دغه « ۍ »ته دتانیث « ۍ » هم وائي . ۵:- خفیفه،سپکه یا همزه لرونکې « ئ » : دغه « ئ » د تورو په سر کي او په پاي کي راځي . په سرکي لکه : «ئي »او په پاي کي لکه : خورئ (خوړل)،وړئ (وړل)، ملګرئ، ستورئ، ځئ (تلل)،ځائ، چائ او دغسي نور .
ارواښاد رښتین پخپل ( پښتو ګرامر جزء اول) په ۳۲ مخ کي دغه ( ئ ) د ثقیله « ۍ » څخه ئي بولي او ليکي :
( ب : در آخرافعال جمع مخاطب می آید وچنین نوشته می شود (ئ ) چون خورئ، وړئ وغیره ) .
پښتو ژبه د ږغتورو له پلوه خواره ده . نو له دې کبله د لیکني لوستل ستونزه لري . که زما هغه پورته وړاندیز د تورو د ډولونو په باره کي د پښتوژبپوهانو او لیکوالانو لخوا و منل سي ؛ نو د کمپیوټر نوی کيبورډ دي دپښتو د « الپ او بې » لپاره جوړ کړي، چې زورکی، د « واو » او د « ه » ډولونه پکښې وي! ستونزه به مو ۹۰ په سلو کي له منځه وړې وي . هغه نوري ستونزي چې د پښتنو د ژبپوهانو په منځ کي ده لکه : دهېواد ختیز پښتانه چې دوي لنډه « ي » په تورو کي اوږده « ې » اوري او (س) په (ش) اوري دا عمدي موضوع نه ده . او هم د هېواد جنوب او جنوب لوېدیز خوا وي، چې دوي تر ډېره په جمع کي د نومانو د لنډي «ي » څخه کار اخلي اود (ش) پر ځائ د( س) څخه کار اخلي دا هم ستونزمن کار نه دی . دا ټولي خبري تاریخي اوږدې ریښې لري . زه پخپله چې دهېواد دجنوب لوېدیز څخه راځم ماته د ( کي ) لیکل په
( کې ) بېخي سم نه ښکاري .
او دغسي هم د ( چي ) لیکل په ( چې ) . که څه هم زه پخپله ( چې ) لیکم .- د بېلکي په توګه : (ښځه ) جمع ئي ماته ( ښځي ) دي او نه ( ښځې ) . که څه هم ارواښاد رښتین چې د پښتو پلار دی پخپل ګررامر کي ئي ښځه په « ښځې ) جمع کړې ده . «ښځې» داسي ویل کېږي : (schazee) او« ښځي » داسي ویل کېږي : (schazy). زه په دې انديم چې (سي ) او (شي) یو شی دي کوم توپیر ئي نسته یانشته . خبره دلته ورانه ده، چې پښتانه په خپل بنسټ کي یوبل نه سره مني او اتفاق ئي بې اتفاقي ده . دغه یوبل نه منل کار وران کړی . خپل سري ډېره ده . کنه نو د ژبي کار یو ملي، ولسي او ټولنیز کار دی د ټولو مسؤلییت دی؛ نه د یوه سړي! د ژبي د معیار خبري کېږي خو چې کار ئي راسي کار شکني ئي ډېره سي . هر هېواد، ولس، ټولنه یا ټبرچې ژبه ئي معياري لیک ونه لري هغه ټبر، ولس او ټولنه موقته وي . موږ باید خپل ځانو ته وګورو او اوسنی حال او خپل خلک او کړنه سره پرتله کړو! ولي زموږ ژبه زموږ په ّهېواد کي تر فشار لاندي وي ؟ ما په هېواد کي د نورو څخه اورېدلي دي،چې پښتانه خپل ژبي ته پخپله کار نه دی کړی او نې کوي!
زما ووړانديز : ښاغلي لوسستوتکي دي مهرباني وکړي خپل نظر دي ولیکي! څه وکړو، چې ټوله د ژبي د ښه لیک اولوست لپاره پر یوې پټلۍ رهي سو؟ خدای (ج) مو لره .
اخستونکځي:
۱:- د ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین ( پښتو ګرامر جزء اول )
۲:- د محمد سرور وکیلي لیکدود او لیکښود ګړنلاره او سمه لیکنه