نوري ژ بي زده کول که لوی کمال دئ
خپله ژبه هیرول بي کمالي ده
د کب میاشتي ۲ نیټه او د مېلادي کال دفرورۍ د مياشتي په 21 نېټي په ټوله نړۍ کښي دمورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ لمانځل کيږي. د ۱۹۹۹ مېلادي کال د نوامبر په مياشت کښي په یوه غونډه کښې د يونيسکولخوا پرېکړه وشوه چي د فروري ۲۱ نېټه او د کب ۲نیټه به د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ وګرځول شي او په همدې ټوګه د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کښي ولمانځل شوه.
جاپانی ژبه پوه ( ناکاجیما) وایې که چیرته د علمي زدکړو پر مهال پر یوه زدکونکي جبرا ً د بلې ژبې زدکړه و تپل شي نو د هغه عاطفې ستونزي به زیاتي او په دې سربیره به په یوه ټولنه کې د یو ستر ناورین د بنسټ لومړۍ ډبره کیښودل شوي وي.
په مورنۍ ژبې زدکړي یو انسان ته دا موکه ورکوي چې له ټولنیزو مسایلو سره د یو روغ انسان په ټوګه تماس ونیسي او له هغه څخه په مثبته توګه ګټه پورته کړي نو له دې دا څرګندیږي چې پښتانه زده کونکي به په خپله ژبه د زدکړي په صورت کې وکولای شي خپل علمي خلاقیت او استعداد ته وده ورکړي .
پښتو ژبه نه يوازي په نړۍ واله کچه بلکه د خپلو ګاونډيو ژبو په پرتله يوه ډېره شاته پاتې ژبه ده. پداسي حال کښي چي په پښتو ژبه کښي ډيري زیاتی لهجې وجود لري ولې پښتانه تر اوسه پدې نه دي توانېدلي چي دليک لوست لپاره پر يوه معياري پښتو متفق شي. په نړۍ واله کچه پښتو او دپښتو آثار چي زياته برخه يې شعر دی، ډېر کم پېژندل شوي. پښتانه تر اوسه دې ته اړ دي چي د عصري او پرمخ تللې زده کړو لپاره د نورو ژبو نه کار واخلي ولي ځکه چي په پښتو کښي د ساينسي او عصري علومو آثارد نیشت په برابر دې. دغه ساينسي او عصري علوم په پښتو ژبه ژباړي ته اړتیا لرې ،خو دغه کار ډیر ستونځمن دی ځکه چې په پښتو کښي تر اوسه معياري قاموسونه نیشته.
په تيرو ختونو کښي په ملينونو پښتنو خپله ژبه د لاسه ورکړې . د مثال په ټوګه د هندوستان د پښتانوذکر کولی شو چي شمېر يې د 24 مليونو په شاوخوا کښي دی. په پاکستان کښي ژوند کونکي پښتانه د اردو ژبي تر تأثير لاندي راغلې او زياتره ېې په پښتو ليک او لوست هم نه شي کولای.نن زياتره پښتانه په دري ژبه پوهيږي او د غير پښتنو سره د مکالمې پر وخت د همدغي ژبي نه کار اخلي. پخوا يوازي پښتو اود څلورو کالو راپدېخوا دري هم د افغانستان ملي ژبه ده، خو عملا پښتو په دولتی او اداري ډګر کښي هيڅ ځای نه لري. د افغانستان په زياتو پوهنتونو کښي په دري ژبه ښوونه کيږي اوپه زياتوولاياتو کښي ټول اداري کارونه په دري تر سره کيږي. پداسي حال کښي چي د دري ژبي ويل ډېر عصري ګڼل کېدل، د افغانستان زياتو پښتنو مامورين او چارواکی په کور کښي هم په دري ژبه غږیږی نو ځکه اولادونه یی هم پښتو د لاسه ور کړی. په همدې ډول د هغو پښتنوزياتره اولادونه په پښتو خبري نه شي کولای چي مېندي يه د نورو ژبو سره تړاو لرۍ.
هغه ځوانان چي د هجرت پر وخت د افغانستان په ګاونډي هيوادونه او نورو هیوادو نو کښي ږېږېدلي او يا لوی شوي دی، هغه په خپله ژبه ليک او لوست نه شي کولای. داسی ځوانان او پېغلي هم شته چي په خپله ژبه خبري لا نه شي کولای، هغه پښتانه ادیبان چي د افغانستان نه دباندي ژوند کوي او خپل ټول ژوند يې پښتو ته وقف کړی، حتی هغه پدې ندي توانېدلي چي خپلو بچو ته پښتو ليکل او لوستل ورزده کړي. همدا وجه ده چي دغه ځوانان او پيغلي د يوې ستر ي هويتي ستونزي سره لاس او ګرېوان دي. بعضي تنقيد کونکي وايي چي د پښتو لپاره خدمت دکوره پېليږي معنی دا چي د مقالو ، کتابونو او د ليکونو نه مهمه خبره داده چی خپلو بچو ته د پښتو ليکل او لوستل ورزده کول دي. څوک چي خپل اولاد ته پښتو ورزده نه کړای شي هغه د پښتو نور خدمت هم نشي کولای..
نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه
داد هر انسان طبیعي حق دی چي په مورنۍ ژبه ورته د زده کړي موکه برابري شي. ځکه انسان زهن په خپله ژبه کي ډیر ژرترقي کوي.پرته لدې چی انسان م پر زهن باندي کوم فشار راشي خپل تدریس ته په نور مال ډول ادامه ور کولئ شي، او دا د هر حکومت ذمه وارې وې چې پام وکړی او خپل ولس ته په مورنۍ ژبه د زده کړو ځمینه مساعده کړی. نن دافسوس خبر ده چی په حکومت کښې پښتانه شته ولی اصیل پښتون نشته چې خپل ژبی او قوم ته څنګه چي ښايي خدمت وکړی ، نن پکار ده چی ټول عالمان، پوهان، ادیبان، لیکوالان سره راټول شی او د پښتو د ژبی د پرمختګ لپاره کار وکړی ځکه که چیرته یوی ژبي ته توجه ونشي نو دوخت په تیریدو سره ژبي له منځه ځي.