کور / تازه خبرونه / کاناډا افغانستان ته ٥٦٧ منډي هدف وټاکئ

کاناډا افغانستان ته ٥٦٧ منډي هدف وټاکئ

په عرب اماراتو کي د افغانستان او کاناډا د څلور ورځنۍ لوبي په دوهمه ورځ کاناډا ځکه خپله لوبه پيل کړه، چي څلور لوبغاړي يې لا پاته وو.
کاناډاد ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٥١ اعشاريه پنځه آوره کي ٥٦٦ منډي جوړي کړې.
د لوبڅارونکو په وينا له يوې خوا افغانستان ته د منډو خورا لوړ هدف ايښودل سوئ او له بلي خوا يې وخت کم دئ، ښايي افغان لوبډله په ډېره سختۍ سره دغه لوبه وګټي.
په نننۍ او پرونۍ لوبه کي سميع الله شينوراي څلور، ميرويس اشرف درې، محمدنبي دوه او شاهپور ځدراڼ يو کاناډايي لوبغاړى سوځلى دئ.