افغان ملي پوليسو اته هغه پوليس ونيول چې څو ورځې وړاندې طالبانو ته ور اوښتې وو. دغه پوليسو چې په تېره چهار شنبه په وردګ ولايت كې د طالبانو خوا ته ور اووښتې وه د شنبې په مازيګر د زابل د ښارصفا په سيمه كې ونيول شول.
پوليس وايي چې له دوى سره يې شپږ د دولت مخالفين هم نيولي دي.