د جرمني د حکومت مخالفي کيڼ اړخي ډلي او د سولي ادارې په ګډه په برلين کي يوه مظاهره وکړه او له افغانستان څخه يې د خپلو عسکرو د ايستلو غوښتنه وکړه.
دغه مظاهره چي د دوو زرو شپه شاوخوا کي کسانو ګډون پکښي کړئ وو، د جرمني پر حکومت يې ږغ وکړ، چي ژر تر ژره له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي.
د نوري اروپا په څېر د جرمني د هيواد اکثريت خلګ هم په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د سته والي سره مخالفت لري، دوى وايي نور د امريکا د ګټو دپاره د خپلو ځوانانو سرونه نسي قربانولاى.
د جرمني مظاهره پر داسي مهال کېږي، چي پر عيني موضوع يې په ګاونډي هيواد هالنډ کي هم اختلافات رازېږېدلي دي، وړمه شپه د هالنډ ايتلافي حکومت په افغانستان کي د پوځيانو پر پاتېدو او وتلو باندي تر تودو بحثونو وروسته ړنګ سو.