د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د ناټو پر ځواکونو ږغ وکړ چي د عملياتو پر مهال د ملکي کسانو مرګ ژوبلي ته پام وکړي.
ولسمشر کرزي پرون په مارجه کي د عملياتو پر مهال د ملکي خلګو پر مرګ ژوبله خواشيني وښوده او له ناټو څخه يې د ده په وينا په کلکه غوښتنه ده چي د ملکي کسانو د ژوند خيال وساتي.
خو د ښاغلي کرزي منتقدين وايي که کرزى په خوله او زړه کي خوشحاله يا خوابدى وي، امريکايان او لوېديځ خپلي موخي ته د رسېدو په لاره کي نه د ملکي کسانو خيال ساتي او نه هم د کابل د حکومت پروا لري.