کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د وژل شويو ملكي وګړو د سر د بيې د ټاكلو لپاره د امريكايي چارواكو په وروستۍ پريكړې سخت انتقاد كړې او هغه يى نه يوازې افغانانو بلكه ټول انسانيت ته سپكاوى بللې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د پوځي عملياتو په مهال د يو ماشوم د مړينې په بدل كې له پنځلس سوو نه تر دوه نيم زره ډالرو پورې او د بدن د يو غړي د لاسه وركولو په صورت كې له شپږ سوو نه تر پنځلس سوو ډالرو پورې وركولې كيږي.
په ورځپاڼه كې د مارجې روانو عملياتو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ناټو د هلمند په شاوخوا سيمو كې د طالبانو د عملياتو زياتوالي انديښمن كړې دې.
ورځپاڼې په هلمند كې په روانه جګړه كې د بريتانوي ځواكونو په چلند انتقاد كړې او ليكلي، چې داسې ښكاري، چې دوى له امريكا سره همغږي نلري.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د ملي شورا د پنځمې دورې پرانستې غونډې د ولسمشر كرزي وينا ته ځانګړې كړې، چې پكې په هيواد كې د سولې د ټينګښت لپاره د ملي پخلاينې ترڅنګ د بهرنيو ځواكونو د خپلسرو عملياتو په مخنيوي هم ټينګار شوې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د ولسمشر كرزي په پرونۍ وينا بحث كړې او د هغې محتوياتو ته په اشارې ليكلي، چې دا د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وينا وه.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې خبرو ته د وسلوالو مخالفينو د هڅو لپاره روانې هڅې څيړلي او ليكلي، چې مخالفين ددې پرته بله لار نلري.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د افغانانو د سر د بيې د ټاكلو لپاره د امريكا په وروستۍ انتقاد كړې او ليكلي، چې دا كار به د نړيوالې ټولنې او په تيره بيا د امريكا په وړاندې د افغانانو كركه لا زياته كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي په غټ سرليك كې د ولسمشر كرزي د وينا دا ټكي راخستي، چې ناټو د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په مخنيوي كې پاتې راغلې.
په ورځپاڼه كې فرانسې ته د ډاكټر عبداله سفر ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د فرانسې د سوسيالسټ ګوند د هغو هڅو يادونه شوې، چې غواړي ډاكټر عبداله د ولسمشر كرزي پرخلاف پياوړې كړي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د ملي شورا د پنځمې دورې پيل ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان اوس مهال تر بل هر وخت زيات ملي يووالي ته اړتيا لري.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې كه پاكستان و غواړي په افغانستان كې د سولې او امن لپاره ډير څه كولاى شي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د ملي شورا د پنځمې دورې د پيل غونډې ته د ولسمشر كرزي په وينا بحث كړې او پدې ترڅ كې د اجرايه او مقننه قوو ترمنځ په همكارۍ ټينګار كړې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې ملي شورا بايد پخپل وروستي كال كې په هيواد كې د سولې د راوستلو لپاره د حكومت له هڅو سره مرسته وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په پاكستان كې د افغان طالبانو د ځينو مشرانو نيولو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا به كوم توپير راولي او كه څنګه؟

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ زياتره مطالب د ملي شورا د پنځمې دورې پيل ته ځانګړې كړي او په يو غټ سرليك كې يى ليكلي، چې د ملي شورا پنځمه دوره د صبغت اله مجددي په استعفې پيل شوه.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې د ولسي جرګې مشر د صبغت اله مجددي څرګندونې له سپكاوي ډكې وبللې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ملي شورا د پنځمې دورې پيل ته په اشارې، د تيرو دورو ځينو ستونزو ته په پام سره دا سپارښتنه كړې، چې شورا بايد ملي عمل وكړي قومي نه.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د پخلاينې لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او د ولسمشر كرزي په حواله ليكل شوي، چې ډير ژر به د ملي پخلاينې عالي شورا جوړه او خپل كارونه پيل كړي.