[ ایخو ماسکوې 16 ] نېټه ۲۰۱۰ زکال د جنورۍ ۱۷
بروس ریچاردسن
ژباړن : رحمت آريا – فبروري ۲۰۱۰
د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر د ۱۱ د پېښې بیا سپړنه کیږي: د ۲۰۰۱ ز کال د سپتامبر پر۱۱ نېټې پر نیویارک او واشنگتن بریدونه وشول؛ د ساینسي پلټنو پاېلې ښیي چې د دغې پېښې په تړاو د امریکا د دولت په رسمي محاسبو کې څرگند تناقض لیدل کیږي او له شته حقایقو څخه په برالا سترگې پتې شوې او د نړۍ اتو هیوادونو لکه کاناډا ، ډنمارک ، فرانسې ، هالند، ناروې او روسې ددغې پېښې په اړوند خپلو اړوندو رسنیو ته اجازه ورکړې چې د سپتامبر د یولسمې پېښې په اړه د وروستنیو ساینسي مباحثو او څیړنو سپړنه وکړي.
د جناﺋـﺊ پلټنو یو شمیر کارپوهان چې په ډله کې یې د اوسپنو د ویلي کیدلو ساینس پوهان، کیمیا پوهان، د ودانیو انجنیران، معماران او د چاودیدونکو توکو کارپوهان ځای لري د امریکا ددولت هغه ادعا غندي او ردوي چې گڼې د غبرگو لوړ پوړو برجونو د سوځیدنې او نړیدنې یوازینی لامل د الوتکو لگیدنه وه. ددغو تناقضاتو په ډله کې دغه ټکي د پام وړ دي :
حقیقت دا دی چې د جیټ د الوتکو تیل په دومره لوړه درجه نه سوځي چې د فولادو پریړې اوږدې ستنې په ویلي شوي اوسپنې واړوي، په بله وینا یوازې د الوتکو د تیلو په سوځېدلو فولاد نه شي ویلي کیدای؛ د نیویارک ودانۍ ته ورته په پیکنگ کې یوه ودانۍ له همدغسې پیښې سره مخامخ شوه او الوتکه ورباندې و لگېدله، ودانۍ اور واخیست خو ونه نړیدله؛ له کیمیاوي میتودیکي څیړنو وروسته تر ټولو د پام وړخبره دا ده چې د نیویارک د نړیدلو ودانیو په صفري پوړ کې د [ نانو- ترمایت1] په نامه یو شمیر رسوبات و موندل شول، نانو- ترمایت هغه کیمیاوي توکي دي چې یوازې او یوازې د امریکا ددولت په لابراتوارونو کې جوړیږي او یوازې دغه توکي دا وړتیا لري چې فولاد په ویلي شوې اوسپنې واړوي.
د ډیرو نا ځواب شویو پوښتنو په منځ کې دا پوښتنې د پاملرنې وړ دي :
کله چې محمد عطا په امریکا کې وو، نوموړی د اسراﺋـیلو د موساد د څارگرو تر پرله پسې څار لاندې وو، په دې اړوند د موساد د څارگرو ونډه څه وه؟
د ” سپتامبر د یولسمې د پښې په اړوند د پلټنېزکمیسیون 2 ” د ۱۷ پاڼو لیکنیزه ژبه چې په هغو کې د سعودي عربستان ونډه په روښانو ټکیو کې سپړل شوې وه ولې د ملي امنیت د محدودیتونو تر نامه لاندې له سره اصلاح شوې؟
د ” سپتامبر د یولسمې د پښې په اړوند د پلټنېزکمیسیون” د لوی مشر [فیلیپ ډي .زیلیکو3] ونډه څه وه چې نوموړی د ولسمشر جیورج ډبلیو بوش له پلوه د کمیسیون د مشرتابه لپاره ټاکل شوی وو؟ د کمیسیون پر مشر زیلیکو تور لگول شوی چې نوموړي هڅه وکړه پر کمیسیون خپلې اغیزې و شیندي او د کمیسیون جاج اخیستنې دې پایلې را و رسوي چې د دغو بریدونو تر شا عراق ولاړ وو.
د ۲۰۱۰ زکال د فبرورۍ په ۱۷ نېټې [ الیزابت ووډ ورت 4 ] په [ گلوبل ریسرچ اي – نیوز لـِټر5 / د نړیوالې پلټنې په بریښنايي خبري خبرپاڼې ] کې یوه هراړخیزه او اکاډیمیکه شننه کړې ، دغه شننه د نړیوالې ځالگۍ پرمخ د موندلو وړ ده چې سریزه ېې داسې پیل کیږي : ووډ ورت : د کلکو ساینسي پلټنو د پایلو برعکس لا تر اوسه په پرله پسې ډول هڅه کیږي او ویل کیږي چې د سپتامبر د یولسمې پیښه د توطـﺋـې تیورې نه ده، خو د رښتیا موندنې په موخه د ناځواب شویو پوښتنو پر شپول مشروعه مباحثې بیا هم په ټپه دریدلي دي. له دې چې د سپتامبر د یولسمې پیښه په افغانستان او عراق کې د جگړو لامل شوه نو د [ رښتیاپلټونکو د غورځنگ 6 ] یوې ویروونکې ډلې چې په کې ساینس پوهان، ژورنالیستان او په پیښه کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي گډون لري د سپتامبر د یولسمې د پیښې په اړوند ېې د امریکا د دولت د ادعاگانو پر وړاندې یوه هراړخیزه او له ستومانیو ډکه ساینسي پلټنه را پیل کړه.
آیا اسامه بن لادن د سپتامبر د یولسمې د پېښې نوښتگر او سمبالوونکی وو؟
په دې وروستیو کې د امریکا دولت یو شمیر لاسوندونه خپاره کړي دي او واېې چې طالبانو اسامه بن لادن په بشپړ ډول را ایسار او په کور کې تر بند لاندې نیولی وو. له ۱۹۹۸ز کال وروسته ملا عمر د امریکا پر وړاندې د هرډول توطـﺋـې د مخنیوۍ په موخه پر اسامه بن لادن کلک بندیزونه و لگول. دغه لاسوند د بوش او د اوباما د ادارو د رسمي لوړپوړو چارواکو له هغو ادعاگانو سره په ټکر کی دی چې گڼې ملاعمر له بن لادن سره د سپتامبر د یولسمې په ترهگرو بریدونو کې لاس درلود. دغه لاسوند د طالبانو د رسمي چارواکو هغو ویناوو ته لا ستنه ورکوي چې په تیرو څو مېاشتو کې ېې کړې او ویل ېې دي چې دوی د نړیوال جهاد په موخو کې هېڅ ډول لیوالتیا نه لري.
انتر پرس سرویس 7 : ۲۰۱۰/۱۱/۲ : مصرۍ جهادي څیره عبدل المنصوري وايي چې ملا عمر، بن لادن ته په افغانستان کې په مشروط ډول د اوسیدلو اجازه ورکړې وه؛ ملا عمر په خپل حکم کې دوه شرطونه ایښودلي ول او پر بن لادن ېې دوه بنسټېز بندیزونه لگولي ول: لادن په دې آړ یا شرط په افغانستان کې پاتې کیدای شي چې د طالبانو له اجازې پرته له رسنیو سره هېڅ ډول خبرې ونه کړي ، او نه دې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا پر بنسټونو او موخو برید وکړي.
المنصوري د بن لادن د شا او خوا کړۍ یو غړی وو، نوموړي له اسامه او ملا عمر سره له ډیرو نیږدو کار کړی دی. سر بیره پر دې د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر وکیل احمد متوکل په وینا ” ملا عمر ، د اسامه بن لادن د شخصي ساتونکو پر ځای لس تنه طالب ساتونکي ځای پر ځای کړل او موخه دا وه چې نوموړي طالب ساتونکي لادن هم له نیږدې و څاري او په افغانستان کې د هغه مهال له شته ارتباطي وساﺋـیلو څخه د افغانستان له خاورې له هېڅ بهرني سره اړیکه ونه نیسي.
” د سپتامبر د یولسمې له پېښې وروسته اسامه بن لادن ډېر ژر یوه وینا خپره کړه اوویې ویل چې په پېښه کې هېڅ ډول لاس او گډون نه لري. لادن وویل: طالبان وايي چې موږ په افغانستان کې د خوځښت حق نه لرو او له افغانستانه د هېڅ هېواد پر وړاندې هېڅ ډول گام نه شو پورته کولای.” د لادن دغه وینا الجزیرې د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر په ۱۲ نېټه خپره کړه.
د ۲۰۰۹ زکال د اپریل د مېاشتې په څلورمې نېټې یوه جرمني تلویزیون د ” شېطان د مدافع وکیل 8 ” تر نامه لاندې یوه ډرامه خپره کړه ، په ډرامه کې په ټوکو او ټکالو د اسامه بن لادن یوه محکمه جوړیږي او د اسامه بن لادن په محاکماتي دوسیه کې ښودل کیږدي چې د امریکا د متحده ایالاتو په لگول شویو تورنو کې څرگند تناقضات شته. قضاﺋـي هېـﺋـت دې پاېلې ته رسیږي چې بن لادن ترهگر دی خو داسې لاسوندونه نه شته چې د سپتامبر د یولسمې د بریدونو په پیښه کې دا په زباد ورسوي چې گڼې لادن دې د بریدونو امر ورکړی وي.
مخکې یوه ویډیو خپره شوې وه او په ویډیو کې د اسامه بن لادن د ځان ستاینې ترڅنگ داسې ښودل کیدل چې نوموړي د سپتامبر د یولسمې پیښې تړون او تابیا تر لاس لاندې نیولی وو ، خو نن په زباد رسیدلې چې نوموړې ویډیو یوه جعلي ویډیو وه. دغه ویډیو د امریکا د متحده ایالاتو دولت ته پر افغانستان د برید لپاره یوه اړینه او وړنده ویډیو وه چې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په مېاشتې کې یې پر افغانستان برید وکړ. ویل شوي چې نوموړې ویډیو په جلال آباد کې له یوه کاله څخه تر لاسه شوې ده، له دغې ویډیو څخه د جیورج بوش ، توني بلیر او د اوباما ادارو پر افغانستان برید او ددغه هیواد نیواک ته د مشروعیت ورکولو په موخو گټه اخیستې ده.
اسامه بن لادن ته نېږدې کسانو ویلي چې په ویډیو کې د اسامه بن لادن په څیره کې ښودل کیدونکی سړی یو ایکټر دی ، لادن ته نوموړي نېږدې کسان وايي چې د نوموړي سړي او اسامه بن لادن په فزیکي څیره او د خبرو کولو په بڼه کې څرگند تناقض لیدل کیږي.
د اسامه بن لادن پر وړاندې د امریکا د دولت دعوی هغه مهال تر کلکې پوښتنې لاندي راځي او ددولت پښه هغه مهال ښوییږي چې د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر د مېاشتې په ۱۱ ، ۱۲ او دیارلسمه نېټه اسامه بن لادن د راولپنډۍ په روغتون کې بستري وو او له هغه سره د سي آی اې درو تنو افسرانو له نېږدې ولیدل خو د لادن د نیولو هڅه ېې ونه کړه. سي اين اين په هماغه وخت کې لا وختي خبر خپور کړی وو چې لادن د برید طراح دی. دغه تناقض اوس دغه بحث ته لاره پرانیزي چې امریکا، بن لادن ته د جگړې د مشروعیت ورکولو لپاره اړتیا درلودله. په دې ډول که اسامه بن لادن نیول شوی وای نو نوموړی مشروعیت په خپله له منځه تللو.
د بهرنیو چارو وزیر متوکل ټینگار کوي چې : د اسامه بن لادن پر وړاندې دعوی کې طالبانو ته نا کافي ، غیر قطعي او ضعیف لاسوندونه ورکړل شول. متوکل وايي چې امریکا ، طالبانو ته یو شمیر لاسوندونه او یوه ویډیو ورکړه خو په ویډیو کې نه کوم نوی شی وو او نه دومره کافي ول چې پر بنسټ ېې ورڅخه وړند جاج واخیستل شي.
متوکل وايي کله چې د ۱۹۹۸ز کال د سپتامبر او اکتوبر په مېاشتو کې د بن لادن دوسیه په سعودي عربستان کې ترلاس لاندې و نیول شوه ، طالبانو د سعودي عربستان چارواکو ته د بن لادن د سپارلو دریځ غوره کړ، خو د امریکا د منځگړو له پلوه د وړاندې شویو لاسوندونو ماهیت ته په کتنې، لاسوندونه له شکه ډک ول او لگول شوي تورونه ېې په زباد نه رسول. متوکل ټینگار کوي چې طالبانو د لادن د هرخوځښت د څارلو لپاره په کندهار کې د لادن د ساتونکو پر ځای خپل طالب ساتونکي ځای پر ځای کړل. متوکل وویل ” هغه [ لادن] په بشپړ ډول ” نظر بند” وو.”
نوموړي خپاره شوي لاسوندونه پر دغه ټکي هم ټینگار کوي چې طالبانو د خپلو پرله پسې هلوځلو په لړ کې و ښودل چې غواړي اسامه بن لادن په یوه ډول د کلنتن او بوش ادارو ته په لاس ورکړي خو دواړو ادارو په ډېرې بې نزاکتۍ د طالبانو دغه وړاندیزونه و غندل. موږ د رښتوني ژورنالیزم په چارو کې د [ انتر پرس ] له [ گیرث پیتر9] او د [ گلوبل ریسریچ 10] له [ الیزابت وودوورټ 11] څخه د هغوی له هڅو او د مننې وړ کارونو څخه منندوی یو.
د یادښت وړ ټکي :
په ژوندانه کې داسې له یو بل سره سمون نه خوړونکي ټکي هم شته چې زموږ پوهه له ننگونې سره مخامخوي لکه د جگړې یوه ولسمشر ته د نوبل د جاﺋـزې ورکول ، او یا داسې کسانو ته د اتلولۍ او د ستاینې د جعلي نوم ورکول چې د هیواد د میرڅمنو د همکارانو په نامه پیژندل کیږي. خو همدا د دغې نړۍ یو تریخ انځور دی چې موږ په کې ژوند کوو.
یو خبریال، په افغانستان کې د روسانو د جگړې په اړوند د روسېې د دفاع د وزیر [ سیرگي ایوانوف 12 ] له خولې چې په وروستیو وختونو کې ېې د [ ایخو ماسکوې13 ] له راډیو سره مرکه کړې داسې اخځ اخلي: ” احمدشاه مسعود د هغو روسي جنرالانو په څیر یو اتل وو چې په افغانستان کې ېې خدمت کړی اونن ورباندې تور ورباندې لگول کیږي. احمدشاه مسعود روسيې ته یو ژمن او پالیاله متدین ملگری وو.” سیرگي ایوانوف دا هم وايي : ” په ۱۹۸۲ ز کال کې په افغانستان کې د روسیې سفیر[ فکرت تابییف14 ] او د افغانستان د ولسمشر ببرک کارمل د امنیتي چارومشر او د کې جي بي غړي [ولادیمیر ریدکوبورودوی 15 ] له احمدشاه مسعود سره د اوربند د شته تړون د نوی کوولو او غځیدلو په موخه ولیدل تر څو مسعود د دوهمې لوېې لارې په اوږدو کې له حیرتانه تر کابله د شوروي کتارونو د تیریدلو لپاره د امنیت یو خوندي دالان جوړ او امن ېې و نیسي.[ ایخو ماسکوې 16 ] نېټه ۲۰۱۰ زکال د جنورۍ ۱۷