منبع : مصر الیوم ، الهرام ،
په ملګرو ملتونو کی د اتومی انرژی ایجنسی پخوانی مشر محمد البرادعی د جمعی په ورځ مصر ته د ستنیدو پر مهال د خپلو پلویانو د تود هرکلی سره مخامخ شو.
د البرادعی ډیر پلویان د دی غوښتونکی دی چی په راتلونکی ۲۰۱۱ میلادی کال کی به البرادعی ورسته له محمد حسن مبارک څخه چی څه کم دری لسیزی کیږی د مصر ولسمشر دی ځان ولسمشری څوکی ته و نوموی .
د قاهری نړیوال هوایی ډګر چارواکوته سپارښتنه شوی وه چی د البرادی هرکلی وکړی خو امنیتی چارواکو د البرادعی پلویانوته اجازه ورنکړه تر څو د هوایی ډګر تر څیرمه یی هرکلی وکړی ، خو د دی سره سره ځینو کسانو چی د امنیتی ډلو څخه په پټه هوایی ډګر ته تللی ول د البرادعی تود هرکلی یی د ملی سرود په ویلو او د مصر د بیرغ په رپلو وکړ ، د هرکله پر مهال لیکلی شعارونه او ځینو کسانو په تن کمیسونو باندی د البرادعی عکسونه لیدل کیدل .
په مصر کی ګڼ شمیرد دولت مخالفین اوس د یو داسی کس په لټه کی دی چی څووکولای شی د دوی هیلی پر ځای کړی چی د هغوی له ډلی نه یو محمد البرادعی دی چی نن له ویینا نه مصر ته ستون شو.
له هغه راهيسې چې ښاغلي البرادعي په تېر نومبر کې په ملګريو ملتونو کې خپله دنده پرېښوده، يو شمېر مرکې کړې او دې ته يې اشاره کړې چې کېدی شي راتلونکی کال د مصر ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان کانديد کړي
د ولسمشر مبارک د واکمنۍ په مهال د يو داسې مخور سياستوال راڅرګندېدو مخه يې نيولې چې د خلکو د ملاتړ برخمن وي .
يوازينۍ ډله چې دغسې سياسي اغېز ولري، د (اخوان المسلمين) ډله ده چې ناقانونه اعلان شوی او مخکی له هر ټاکنو غړي يې ډېر وخت د امنیتی ادارو له خوا نیول کیږی او زندانونو کی شپی ورځی صبا کوی.
خو ولسمشرۍ ته د کانديدۍ په اړه د ښاغلي البرادعي تر مخ سترخنډونه پراته دي چی یو یی هم د مصر اساسي قانون داسې معيارونه په ګوته کوي چې له مخې يې بايد ولسمشرۍ ته يو خپلواک کانديد له پارلمان او ولايتی شوراګانو د (۲۵۰) ټاکلو شويو غړيو ملاتړ ولری .
د قاهری پوهنتون یو تن ښونکی مرسیتال محمد اسماعیل د البرادعی څخه وغوښتل که چیرته غواړی چی ولسمشری ته ځان ونومی نو په اساسی قانون دی بیا لیدنه وکړی او بدلونونه دی پکی راولی .