کور / تازه خبرونه / مجددي د مشرانو جرګې له مشرتوب څخه استعفاء وکړه

مجددي د مشرانو جرګې له مشرتوب څخه استعفاء وکړه

د مشرانو جرګې مشر او د ملي پخلايني د کميسون مشر صبغت الله مجددي د مشرانو جرګې له مشرتوب څخه استعفاء وکړه.
پروفيسر مجددي د ولسي جرګې د پنځم کال په لومړۍ ورځ خپله استعفاء په رسمي توګه اعلان کړه او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چي د ده استعفاء ليک ومني.
صبغت الله مجددي د خپلي استعفاء لامل د کرزي په حکومت کي مخ پر ډېرېدونکى فساد په ګوته کړ او ويې ويل څو مياشتي دمخه يې لا ولسمشر ته خپله پرېکړه اورولې وه.
خو څارونکي وايي ښايي د ښاغلي مجددي د استعفاء علت کومه بله انګېزه ولري، ځکه همدا مجددي و چي درې کاله دمخه يې د پخواني لوى څارنوال عبدالجبار ثابت له خوا د فساد سره د مبارزې په لاره کي خنډونه جوړول او د هرات ښاروال چي د ښاغلي ثابت له خوا په فساد تورن سوى او مجددي ته نيژدې کس وو، د هغه په دفاع کي يې د ښاغلي ثابت په مخ کي خنډونه جوړول.
ښاغلي مجددي دا هم ويلي ولسمشر حامد کرزي يې د فساد په له منځه وړلو او د امنيت په ټينګښت کي وړانديزونه ته پام نه دئ کړئ او نور نه غواړي خپلي دندي ته دوام ورکړي، خو د نوموړي منتقدين وايي همدا مجددي وو چي شپږمياشتي دمخه يې د کرزي پر بيا ټاکنه استخارې کولې.