د امريکا سي، آى، اې او د پاکستان استخباراتو په وزيرستان کي د القاعدې د مشهور قومندان شېخ منصور د مړيني ادعا وکړه.
راپور وايي شېخ منصور د فبروري پر ١٧ – مه په شمالي وزيرستان کي د مولوي جلال الدين حقاني د زوى فاتحې ته روان وو چي د بې پيلوټه الوتکي له خوا په نښه سو او له خپلو درو ملګرو سره ووژل سو.
شېخ منصور د شېخ عبدالرحمان کينډي زوى و چي پلار يې هم په ٢٠٠٣ کال کي د پوځي علمياتو پر مهال وژل سوئ وو.
شخې منصور تر پلار وروسته د هغه پر ځاى کښېناستئ او په قبايلي سيمو کي يې د القاعده شبکې د عملياتو مشري پر غاړه واخيسته.