يوتن امرکايي سرتېری جانيز دخوست ولايت په ګربزو ولسوالی کې د يوې غونډې په ترڅ کې دلسګونو خلکو پروړاندې د اسلام پاک دين خپل کړ،غونډه دنوموړي ولسوالی په انګړکې دسلواغئ اتویشتمه چارشنبه ماذديګر په داسې حال کې جوړه شوه چې دګربزوولسوالی ولسوال اکبرځدران، مولوي محمدخان، تورن عبدالله، قومندان زمان، قومندان معاروف، لسګونوځوانانوقومي مشرانو علماوو او د ملې اردو سرتېرو برخه اخستې وه ، جانيز ته دمولوې محمدخان لخوا کليمه طيببه وروښودل شوه او حبيب الله ونومول شو،جانیز د مبارکې کليمې دويلونه پس حاضرينو ته وويل( زه پوه شوم چې اسلام ېو غښتلې اورښينی دين دی نو ځکه مسلمان شوم. او داسلام پاک دين په اړه دا هرڅه ماته زما مينې نادېه په امريکا کې راښودلي و ل.
ناديه يوه مسلمانه فلسطينۍ وه هغې به زه تل اسلام ته را بللم خوهغه وخت مسلمانيدل زما په قسمت کې نه و. ځکه خو نادېې بيا زما سره واده ونکړنو دادی اوس زه مسلمان شوم.
ورسته جانيز ته دډېرو کسانو لخوا دګلونوهارونه ورواچول شول اوبيا غونډه د دعا کولو نه ورسته ختمه شوه٠
17/2/2010