کور / تازه خبرونه / د افغانستان او کاناډا ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبي حال

د افغانستان او کاناډا ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبي حال

د افغانستان او کاناډا هيوادونو ترمنځ د کرکيټ دريمه (څلور ورځنۍ) لوبه پيل سوه.
دغه لوبه د تېرو هغو په څېر په متحده اماراتو کي کېږي چي لومړۍ يوه ورځنۍ يې افغانستان او دوهمه يې کاناډا ګټلې وه.
د لوبي پيل کاناډا وکئ چي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې په ٩٨ آورونو کي ٣٥٠ منډي جوړي کړې.
کاناډا به سبا خپل پاتي څلور لوبغاړي هم لوبوي او وبه کتل سي چي افغانستان ته څو منډي هدف ټاکي.