کور / تازه خبرونه / امريکا: د ملابرادر نيول مو زړه ته نه لوېږي

امريکا: د ملابرادر نيول مو زړه ته نه لوېږي

نيويارک ټايمز د يوه امريکايي مقام له خولې خبر ورکوي چي د سي، آى، اې او آى، ايس، آى په ګډو عملياتو کي د طالبانو او القاعدې د نهو مشرانو تر نيولو وروسته دوى وپوهېدل چي ملابرادر هم په دې کسانو کي شامل دئ.
نوموړى کس وايي د دوى باور نه راتلئ چي ملابرادر غوندي يو غټ طالب به هم په دې کسانو کي نيول کېږي، خو چي د تحقيقاتو پر مهال يو کس ملابرادر وخوت، موږ وپوهېدو چي څونه غټه لاسته راوړنه لرو.
نيويارک ټايمز د سي، آى، اې د دې مامور له قوله وايي د ملابرادر مهموالي ته په پام سره موږ اوس هم د هغه پر نيولو شکمن يو، خو دا يو حقيقت دئ چي هغه اوس نيول سوئ دئ او د سي، آى، اې د مامورينو له خوا تحقيقات ځني کېږي.
خو طالبان لا اوس هم د ملابرادر نيول نه تائېدوي او وايي که نوموړى رښتيا نيول سوئ وي، امريکا او پاکستان دي يې ويډيو وښيي.
طالبان وايي ملابرادر له سره په پاکستان کي موجود نه وو، چيري بيا دا چي ونيول سي.